ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په هوايي ډګر کې درې امريکايان ووژل شول

د کابل په هوايي ډګر کې درې امريکايان ووژل شول

author avatar
30 Jan 2015 - 11:33
د کابل په هوايي ډګر کې درې امريکايان ووژل شول
author avatar
30 Jan 2015 - 11:33

کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٣): د کابل په هوايي ډګر کې يوتن چې د افغان امنيتي ځواکونو يونيفورم يې پر تن و درې قراردادي امريکايان ووژل .

 د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان پاسوال حق نواز حق یار پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېر ماخوستن اوه بجې د ياد هوايي ډګر په هغه ساحه کې رامنځته شوه ، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو اړونده ده .

 ده وويل چې يوه افغان ساتونکي درې امريکايي قرارداديان پر ډزو ووژل .

د نوموړي په وينا ، چې د لومړنيو معلوماتو په اساس په دې بريد کې يو افغان هم وژل شوى ، خو تراوسه يې بشپړ هويت نه دى په ډاګه شوى .

ملي دفاع وزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

 يوې امريکايي ورځپاڼې US TODAY په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د وياند ډګروال براین تریبس (Col. Brian Tribus)  له قوله ويلي ، چې په دې بريد کې درې امريکايان وژل شوي او يو بل ټپي دى .

 د ناټو وياند زياته کړې چې د بريد پرمهال يو افغان هم وژل شوى ، خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې وژل شوى افغان بريدکوونکى و او که د افغان امنيتي ځواکونو کوم بل غړى .

 د وسله والو طالبانو له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ياد بريد د دوى د ډلې د يوه غړي له خوا تر سره شوى دى.

 په دې خبرپاڼه کې د دوى د ډلې د يوتن وياند ذبيح الله له خولې ويل شوي ، چې ياد بريدکوونکى احسان الله نومېده او د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکى و .

 طالب وياند زياته کړې چې دغه بريد کوونکى د افغان امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.