ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: په قطر مېشتو طالب مشرانو مو څار ډېر کړى

author avatar
31 Jan 2015 - 12:51
author avatar
31 Jan 2015 - 12:51

واشنګټن (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): امريکا وايي چې تېر کال له ګوانتانامو د پنځو خوشي شوو طالب مشرانو څارنه يې زياته کړې ده.

امريکا د روان لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې د خپل سرتېري بوي برګډال د خوشي کولو په بدل کې له ګوانتانامو زندانه پنځه لوړپوړي طالب چارواکي خوشي کړل او اوس دغه کسان په قطر کې د طالبانو په دفتر کې مېشت دي.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې له بنده د خوشي شوو يو لوړ پوړى طالب له نورو طالب مشرانو سره اړيکې نيولې او غواړي بېرته جګړې ته ور وګرځي.

خو سپينه ماڼۍ وايي چې تر دغو راپورونو وروسته له زندانه پر خوشي شوو قطر مېشتو طالبانو باندې يې څار زيات کړى دى.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول جوش ارنسټ پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې له پنځو خوشې شوو طالبانو يو هم د جګړې ميدان ته نه دى تللى.

هغه زياته کړې: ((دغه پنځه طالبان د دې اجازه هم نه لري چې له قطر څخه بهر ووځي او هم په کوم فزيکي تاوتريخوالي کې تر اوسه ښکېل شوي دي.))

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول وايي چې دغه طالبان همدا اوس په قطر کې دي او فعاليتونه يې هم محدود دي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د قطر له حکومت سره په دوامداره توګه په اړيکه کې دي، خو په دې اړه د خپرو شوو راپورونو په اړه اندېښمن هم دي.

د يادونې ده، د امريکايي سرتېري په بدل کې د طالبانو د واکمنۍ مهال د کورنيو چارو وزير ملا خيرالله خيرخواه، د طالبانو په اداره کې د پوځ لوى درستيز ملا فاضل، د طالبانو په اداره کې د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال مولوي عبدالحق وثيق، لومړی د بلخ والي وروسته د کندهار د قول اردو قوماندان مولوي نورالله نوري او د هېواد په سوېل کې د طالبانو يو لوړپوړی چارواکی مولوي محمدنبي عمري خوشي شوي وو.

تر دې مخکې يو شمېر امريکايي استخباراتي چارواکو وېره څرګنده کړې چې ښايي د امريکايي سرتېري په بدل کې له خوشي شوو پنځو طالب بنديانو يې يو شمېر د جګړې ډګر ته ولاړ شي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير څو ورځو مخکې په ډاګه کړې وه، که چېرې دوى بيا د جګړې ډګر ته ولاړ شي، نو په بې پيلوټه الوتکو به ووژل شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.