ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښځينه بنديانې: پر موږ جنسي تېرى نه دى شوى

د کندهار ښځينه بنديانې: پر موږ جنسي تېرى نه دى شوى

author avatar
31 Jan 2015 - 17:36
د کندهار ښځينه بنديانې: پر موږ جنسي تېرى نه دى شوى
author avatar
31 Jan 2015 - 17:36

کندهار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي، د کندهار د لوى محبس اړوند د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز (دارالتاديب) کې بنديانو اعتصاب کړى، خو پر نجونو يې جنسي تېرى نه دى کړى.

ځينو رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي وو، چې ګواکې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې، بنديانو د اعتصاب پر مهال ٤ تنې بندي نجونې يرغمل کړې وې او پر هغوى يې ډله ييز جنسي تېرى کړى وو.

نه يواځې چارواکو، بلکې په خپله په دغه مرکز کې بندي نجونو هم د سلواغې په ١١مه، له پژواک خبري اژانس سره په مرکو کې دا ادعا رد کړه او ويې ويل، د دغه خبر په خپرېدو سره يې حيثيت او حقوق تر پښو لاندې شوي او بايد د هغوى د حيثيت اعاده وشي.

د کندهار د عدليې رييس نېک محمد احمدي، چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز مسووليت هم په غاړه لري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه مرکز کې بنديانو، يواځې د خپلو ځينو غوښتنو د پوره کېدو په موخه اعتصاب کړى، خو د جنسي تېري هېڅ پېښه نه ده شوې.

ده زياته کړه، د کندهار د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د ٤ نجونو ترڅنګ ٧٩ تنه هغه هلکان ساتل کېږي، چې عمرونه يې کم دي او په بېلابېلو جرمونو، لکه وژنو، لواطت، تېښتې او نورو تورن دي.

د نوموړي په وينا، دا چې په دې وروستيو کې يې له دغه مرکز څخه د ولسمشر د ٣٩ مې ګڼې فرمان پر بنسټ، ٥ تنه هلکان خوشې کړل، نو پاتې بنديانو هم غوښتنه لرله چې هغوى هم بايد له دې فرمان څخه ګټه پورته کړي.

د احمدي په خبره، په همدې بنسټ، بنديانو د سلواغې مياشتې په ٤مه د سهار په اووه نيمو بجو اعتصاب وکړ او له دننه يې دروازه په ځان پسې وتړله، خو ٤ تنې نجونې چې په دې مرکز کې بنديانې دي، د شلو دقيقو په اوږدو کې د اعتصاب له ځايه راووېستل شوې.

هغه وويل: ((زه دا په کلکه ردوم چې نارينه بنديانو ٤ تنې ښځينه بنديانې د شپې تر ١٢ بجو يرغمل کړې وې او پر هغوى يې ډله ييز جنسي تېرى کړى؛ په داسې حال چې بنديانو د چارواکو له خوا تر قناعت ورکولو وروسته، خپل اعتصاب د ورځې په يوولسو بجو پاى ته رسولى.))

دى وايي، په دې اړه د بشر حقونو، امنيتي ارګانونو، عدلي او قضايي ارګانونو څېړنې کړې او معلومه کړې يې ده، چې دغلته اصلاً دغسې يوه پېښه نه ده شوې.

خو نوموړي دا ومنله، چې په دغه مرکز کې د لوړ عمر هلکان شته، چې دا موضوع تر ډېره په څارنوالۍ او قضايي ارګانونو پورې اړه لري.

په کندهار کې د بشر حقونو د ادارې د ماشومانو د څانګې مسوول شمس الدين تنوير هم وايي، په دارالتاديب کې د جنسي تېري هېڅ پېښه نه ده شوې او ځينو رسنيو په دې اړه د هغه څرګندونې تحريف کړي، چې دى دغه موضوع په قانوني توګه تعقيبوي.

تنوير پژواک اژانس ته وويل، بنديانو يواځې د ځاى د تنګوالي، د سپورټ د ميدان د نشتوالي او ځينو نورو ستونزو له امله په اعتصاب لاس پورې کړى، خو پر ښځينه بنديانو يې جنسي تېرى نه دى کړى.

هغه هم وويل چې په دغه مرکز کې بايد د کم سن مجرمين وساتل شي، په داسې حال کې چې په دوى کې ان د ١٧ او ٢٢ کلونو کسان هم شته، چې ښکاره سرغړونه ده او د نورو ماشومانو پر رواني حالت ناوړه اغېز کوي.

دى وايي، په دې اړه يې اقدام کړى او خپلې اندېښنې يې له مسوولو کسانو سره شريکې کړې دي.

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي هم پژواک اژانس ته وويل، چې په پيل کې دوى پر دې موضوع هېڅ خبر نه و، خو تېره ورځ د يوې رسنۍ له لارې خبر شول؛ نو همدا نن د يوه پلاوي په ملتيا دارالتاديب ته ورغلي او په دې اړه يې څېړنه وکړه.

دى وايي، په دارالتاديب کې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې او د ولايتي شورا دوو غړو يونسي او سرينا فيضي بې له دې چې معلومات ولري، د ولايتي شورا له چوکاټ دباندې په دې اړه له رسنيو سره خبرې کړې دي، چې ناسمې دي.

د بشر حقونو د ښځو د څانګې مرستيالې زبيدې پژواک اژانس ته وويل، چې همدا نن دارالتاديب ته ورغلې او له بندي نجونو سره يې خبرې کړې او هغوى ورته ويلي، چې له هغوى سره د زور زياتي او جنسي تېري هېڅ پېښه نه ده شوې.

په دارالتاديب کې بندي څلورو تنو نجونو د خپل هويت او نوم پټ ساتلو سره له پژواک اژانس سره په مرکو کې وويل، چې نارينه بنديانو د اعتصاب پر مهال هغوى ته هېڅ زيان نه دى اړولى.

په دغه مرکز کې يوې بندي نجلۍ وويل: ((سهار وختي و، موږ له خوب نه وو پورته شوې، ناڅاپه چت سورى شو، موږ چيغې کړې چې بنديان را خوشې شول، بنديانو هڅه کوله موږ راوباسي، خو موږ دروازه وتړله؛ دا مهال پوليس هم راغلي وو او هغوى بريالي نه شول چې موږ را وباسي.))

دې زياته کړه، چې بنديانو له هغوى سره هېڅ غرض نه دى کړى، خو هغې رسنۍ چې دغه رپورټ يې خپور کړى او د ولايتي شورا هغو دوو غړو چې دغسې ناسمې څرګندونې يې کړې دي، بايد قانوني چلند ورسره وشي او زموږ د حيثيت اعاده وشي.

يوې بلې نجلۍ هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې بنديانو د اعتصاب پر مهال دوى ته ويل چې له هغوى سره کوم غرض نه لري، خو يواځې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره اعتصاب کوي.

نوموړې هم د هغو کسانو محاکمه وغوښته، چې د دوى په اړه يې د جنسي تېري کولو خبرونه خپاره کړي دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.