ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسي جرګې ته د پاتې نوماند وزيرانو د معرفۍ په اړه خبرې روانې دي”

“ولسي جرګې ته د پاتې نوماند وزيرانو د معرفۍ په اړه خبرې روانې دي”

author avatar
31 Jan 2015 - 19:57
“ولسي جرګې ته د پاتې نوماند وزيرانو د معرفۍ په اړه خبرې روانې دي”
author avatar
31 Jan 2015 - 19:57

کابل (پژواک ١١ سلواغه ٩٣): د اجرايي رييس وياند وايي، د ملي يووالي د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د پاتې وزيرانو د معرفي کولو په اړه خبرې روانې دي.

د اجرايي رييس وياند مجيب رحيمي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس ډاکټر عبدالله ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې ولسي جرګې ته د اعتماد د رايې د اخيستو په موخه، د کابينې د پاتې وزيرانو د معرفي کولو په موخه په منظمه توګه بحثونه او مذاکرات دوام لري.

هغه وايي: “په دې اړه خبرې پيل شوې دي، خو دا يو څه وخت اړتيا لري؛ هيله ده چې ژر يوې هوکړې ته ورسېږي.”

ده زياته کړه، که د حکومت دواړه مشران په دې برخه کې هوکړې ته ورسېدل، نو ولسمشر د يوه فرمان په صادولو سره کولى شي ولسي جرګه بېرته راوغواړي او د کابينې د بشپړتيا لپاره پاتې وزيران د رايې اخيستو په موخه ور وپېژني.

د نوموړي په وينا، که داسې ونه شي، نو هماغه د مخکې په څېر، کله چې د ولسي جرګې غړي له رخصتي راوګرځي، وزيران به ور معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې څلور ورځې وړاندې (د سلواغې په اتمه) د حکومت له خوا له ورمعرفي شويو کانديد وزيرانو څخه، يواځې ٨ تنو ته موافقه او لسو نورو ته د رد رايه ورکړه.

له دې وروسته، ولسي جرګې په داسې حال کې خپله يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي پيل کړه، چې لا هم د ١٧ وزارتونو لپاره کانديد وزيرانو له دې جرګې د باور رايه نه ده تر لاسه کړې.

ټاکل شوې وه، ولسي جرګه خپله ژمنۍ رخصتي د سلواغې په لومړۍ نېټه پيل کړي، خو دا کار يې د بوديجې د طرحې د تصويب او کانديد وزيرانو ته د رايې ورکولو په موخه ځنډولى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.