ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د نږدې سل ميليونو افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوې

په اروزګان کې د نږدې سل ميليونو افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوې

author avatar
31 Jan 2015 - 19:26
په اروزګان کې د نږدې سل ميليونو افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوې
author avatar
31 Jan 2015 - 19:26

ترينکوټ (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): په اروزګان ولايت کې د نږدې سل ميليونو افغانيو په لګښت د بيارغونې يو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړونده د سرمرغاب په سيمه کې د نړيوال بانک په مرسته پلې شوې دي.

د اروزګان مرستيال والي شېرباچا ارګوني، د دې پروژو د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې پروژو لپاره ١٣٦ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، خو د ځينو ستونزو له امله يواځې ٩٨ ميليونه افغانۍ پرې ولګېدې.

د نوموړي په وينا، په دې پروژو کې د يوه کانال رغول هم شامل دي، چې ٣٦٠٠ هکتاره ځمکه خړوبوي او لس زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.

ارګونی وايي، د دې کانال د جوړېدو ترڅنګ په سيمه کې د يو شمېر وياليو سربندونه او ورخونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.

دى زياتوي، دغه پروژې د شاوخوا دوو کلونو په موده کې بشپړې شوې دي.

د اروزګان ولايت د اوبو لګولو رييس مشر انجنير عبدالکبير پژواک ته وويل، چې د يادو پروژو په پلي کولو سره د سيمې  د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

دى وايي، دا پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د نړيوال بانک په مرسته پلې شوې دي.

د هغه په خبره، ياد کانال ٣٨ کيلومتره اوږدوالى لري، چې د دور افشان له سيند څخه سرچينه اخلي او زرګونه کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

د رحمت الله په نامه د سرخ مرغاب د سيمې يوه اوسېدونکي د ياد کانال په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې دې سره به يې شاړې ځمکې خړوبې شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا دا کانال او ويالې خامې وې او د سېلابي اوبو راتلو پر مهال خلکو ته ډېر زيانونه اوښتل، چې اوس له دې ستونزو څخه هم خلاص شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.