ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو لپاره ګډ کمېسيون جوړيږي

په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو لپاره ګډ کمېسيون جوړيږي

author avatar
31 Jan 2015 - 15:39
په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو لپاره ګډ کمېسيون جوړيږي
author avatar
31 Jan 2015 - 15:39

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): د حکومت اجرايي رياست وايي چې د سياسي هوکړې پر بنسټ په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول د ملي يووالي حکومت له الزامي اړينو اصولو بلل کېږي او تر راتلونکو څو ورځو به په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو ګډ کمېسيون رامنځته شي.

په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول د هغه سياسي هوکړه ليک له مواردو بلل کېږي چې له مخې يې د ملي يووالي حکومت رامنځته شوى او په داسې حال کې چې د دغه حکومت له رامنځته کېدو څلور مياشتې تېريږي؛ تر اوسه د اصلاحاتو رامنځته کېدو کوم خبر نه تر سترګو کېږي.

خو د حکومت د اجرايي مشر ډاکټر عبدالله د وياند مرستيال وايي چې د سياسي هوکړې پر بنسټ په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول د ملي يووالي حکومت يو الزامي اصل، مسووليت او ماموريت دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته اجرائيه رياست خپل اصلاحي نظر تدوين کړى او هغه يې د يوې مطلوبې طرحې په توګه له ملي شورا سره شريک کړى دى.

اشنا زياته کړه: “موږ دې ته منتظر و چې د کابينې د موضوع له راټولېدو وروسته په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو ګډ کمېسيون رامنځته شي، د دغه کمېسيون د رامنځته کېدو پر څرنګوالي خبرې وشي او په دې ورځو کې به کمېسيون رامنځته او د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخه کې به خپل کار پيل کړي.”

د حکومت د اجرايي مشر مرستيال وياند وويل چې که چېرې په ټاکنيز نظام کې بنسټيز اصلاحات رامنځته نه شي او له دغو ټولو ستونزو سره سره د پارلماني ټاکنو پر لوري ولاړ شي نو د ټاکنو د لړۍ لپاره به د خلکو باور ترلاسه نه کړى شي او د افغانستان د ثبات د راتلونکي لپاره به يوه غوره لار چې اجرايي او الزامي ضمانتونه ولري، ترلاسه نه کړل شي.

نوموړي زياته کړه، د دې امکان شته چې ولسمشرۍ او د اجرائيه رياست په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخه کې يو ډول نظرونه ونه لري خو لومړى پړاو دا دى چې بايد په دې اړه يو کمېسيون رامنځته شي.

اشنا وويل چې په دويم پړاو کې به پر اصلاحي نظرونو خبرې وشي، څو په قانون او ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره يوه ګډه طرحه او نظر جوړ او د ټاکنيزو کمېسيونونو د قانون واکونه او دندې ترتيب او له ملي شورا سره شريکې او اجرا ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني په دې وروستيو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له غړو سره په ناسته کې ويلي چې په ټاکنيز نظام کې اصلاحات رامنځته کول يوه مناسب وخت ته اړتيا لري.

د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسيون هم وايي چې ګډ کمېسيون د ټاکنيزو کمېسيونونو د تشکيل، دندو او واکونو په قانون کې ځيني تعديلات رامنځته کړي او د ولسي جرګې په پاى ته رسېدو سره به دغه تعديلات د عمومي مجلس له لوري تصويب شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.