ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د سيرت النبي سيالي ترسره شوه

خوست کې د سيرت النبي سيالي ترسره شوه

author avatar
1 Feb 2015 - 20:45
خوست کې د سيرت النبي سيالي ترسره شوه
author avatar
1 Feb 2015 - 20:45

خوست (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): په خوست کې د سيرت النبي سيالي چې د پوهنتون محصلينو، د ښوونځيو زده کوونکو او نورو سلګونو ځوانانو په کې ګډون کړی و، نن په ستر جامع جومات کې ترسره شوه.

د سيرت النبي د دې سيالۍ يوه تنظيموونکي حضرت الله ستومان پژواک اژانس ته وويل چې دغه سيالي د خوست د يو شمېر ځوانانو له لوري تنظيم او د ګډونوالو شمېر يې تر ۱۳ سوه کسانو اوښتی و.

نوموړي وويل چې له يادو سياليو څخه يې موخه د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمد (ص) له کړنو، کارنامو، د هغه له اخلاقو او معجزو څخه په پوره ډول د خلکو خبرول او پر لاره يې قدم اېښودل دي.

ستومان زياته کړه: ((د دې سيالۍ په پايله کې به لومړی، دويم او درېيمه درجه برياليو کسانو ته يو، يو لب ټاپ کمپيوټر او پر يو شمېر نورو کسانو چې زياتې نومرې واخلي، ځينې نورې جايزې ووېشل شي.))

هغه دغه راز وويل چې د ټولنې د اصلاح او نېکمرغۍ په موخه غواړي چې دا ډول سيالۍ يا دې ته ورته نور اسلامي پروګرامونه د ولسواليو تر لرې پرتو سيمو هم وغځوي.

مدني فعال الياس وحدت له پژواک سره په خبرو کې دا ډول سيالۍ او ورته نور پرواګرومونه له ځوانانو سره د اسلامي معلوماتو په بډاينه کې ډېر مهم او مرسته کوونکي وبلل.

نوموړي وايي: ((زده کوونکي او نور ځوانان د اسلام د خوږ پيعمبر(ص) له کړنو، د هغه له ژوند او طريقو څخه خبروي او خلک دې ته هڅوي، چې له اسلامي احکامو سره خپل ژوند برابر مخته يوسي))

الياس وحدت له خلکو غوښتنه وکړه، دې پرځای چې د غېرمسلمانانو له لوري د خپل پيغمبر د سپکاوي په غبرګون کې لاريونونه وکړي او خلکو ته په کې زيان واړوي، د هغه ص له کړو وړو دې ځانونه په سم ډول خبر کړي.

د سيرت النبي د يادې سيالۍ ګډونوال محمد الله وايي، چې مخکې يې د حضرت محمد (ص) د ژوند او د هغه د کړو وړو په اړه پوره معلومات نه درلودل، خو سيالۍ ته د تياري پرمهال يې ډېر څه زده کړل.))

محمد الله له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال فرانسوۍ اوونيزې شارلي اېبدو ته په اشارې سره وويل، مسلمانان کولای شي، چې له دا ډول لارو غيراسلامي نړۍ ته وښيي، چې اسلام يو رښتينی، د سولې او ورورولۍ دين دی.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.