ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ملي يووالي حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دى”

“د ملي يووالي حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دى”

author avatar
1 Feb 2015 - 17:26
“د ملي يووالي حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دى”
author avatar
1 Feb 2015 - 17:26

کابل(پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): د حکومت اجرائيوي رييس ډاکټرعبدالله وسله والو مخالفينو ته خبر دارى ورکوي چې د بې ګناه وګړو وژنه، د امنيت ګډوډول، ځانمرګى او چاودنه، واک ته د رسېدو لار نه ده او بايد پوه شي چې د افغانستان خلک بيدار شوي او هېڅ وخت به ظلم او زور ته تسليم نه شي.

 نوموړى چې نن يې په کابل کې يوې ناستې ته خبرې کولې،  وويل چې دوه ورځې وړاندې په لغمان ولايت کې څو تنه بې ګناه وګړي په دوو پېښو کې ووژل شول، ددې عمل کوم ځاى اسلام او بشريت ته خدمت دى؟ له بده مرغه چې دا ډول پېښې د اسلام په نامه تر سره کېږي.

 ډاکټرعبدالله زياته کړه ، په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دى، په تېرکې هم د حکومت مشرتابه په دې برخه کې مخلصانه هڅې کړي او دغه هڅې به روانې وي.

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه چې د افغانستان خلک تلپاتې، عادلانه او باعزته سوله غواړي، دا يوه اړتيا ده او په دې برخه کې هڅې هم روانې دي.

 خوهغه وويل چې بنسټ پالنه، وحشت او د بې ګناه خلکو وژل، هغه که تر هر نوم لاندې وي، داعش، طالب، يا بلې ډلې له خوا، دولت يې غندي.

ډاکټرعبدالله زياته کړه چې د بېګناه وګړو وژنه، ځانمرګى او چاودنه واک ته د رسېدو لار نه ده او ننني ملتونه د بيدارۍ دې کچې ته رسېدلي چې ددې وسيلې او وسايلو له لارې د امتياز ورکړې او خپل حق له لاسه ورکولو ته حاضر نه دي.

هغه وويل:((ظالم او ظلم په اسلام کې ځاى نه لري او زموږ ملت هم مظلوميت نه شي زغملى.))

د حکومت اجرائيوي رييس هيله څرګنده کړه چې د علماوو او ملت په مرسته به په هېواد کې تلپاتې سوله راشي، څو نور خلک د جنګ، وژنو او کور ورانۍ خبرونه وانه وري.

ډاکټر عبدالله خبر دارى ورکړ او ويې ويل  په داسې حال کې چې ميليونونه افغانان په يوه غږ سوله غواړي، څو زره کسان نه شي کولى چې د هېواد ثبات ګډود کړي او په پايله کې به هېڅ هم لاس ته ورنه شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.