ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د صحت طفل روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى

د کابل د صحت طفل روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى

author avatar
1 Feb 2015 - 15:58
د کابل د صحت طفل روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى
author avatar
1 Feb 2015 - 15:58

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣): په کابل کې د صحت طفل  روغتون ډاکټران وروسته له هغه کاربنديز اعلان کړ چې يو شمېر کسانو د روغتون يو ډاکټر وواهه.

دغه ټکى د دغه روغتون رييس ډاکټر نورالحق يوسفزي پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.

نوموړي وويل چې تېره شپه يو ماشوم د مغزي وينې بهېدنې له امله په دغه روغتون کې ساه ورکړه  چې ورپسې د ماشوم درې خپلوان راغلل، يو ډاکټر يې وواهه او د روغتون د يوې خونې ښيښې يې ماتې کړې.

هغه وويل چې هر ناروغ بايد يو پايواز ولري او  د دې درېيو کسانو له ډلې، دوو يې د اصولو خلاف شپه د روغتون دننه تېره کړې ده.

هغه وويل چې له همدې امله د دغه روغتون ډاکټرانو له نن سهار راهيسې کار بنديز اعلان کړى او د  وهل شوي ډاکټر د حيثيت اعادې غوښتنه کوي.

د يوسفزي په خبره، ډاکټران وايي دغه درې کسان چې ډاکټر يې وهلى، بايد بښنه وغواړي.

 نوموړى چې د يکشنې په ورځ (د سلواغې ١٢مه) يې له غرمې وړاندې په يوولس نيمې بجې  خبرې کولې، وويل چې د معالجوي طب رييس او د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو رييس روغتون ته ورغلي او په دې اړه له ډاکټرانو سره خبرې کوي، څو د هغوى کاربنديز ته د پاى ټکى کيږدي.

هغه وويل چې اعتصاب کوونکو هم منلې چې د ژور روغتيايي وضعيت لرونکو ناروغانو درملنه به هم کوي.

د هغه په خبره، هغه درې کسان چې د دغه روغتون ډاکټران يې وهلي ډبولي، نيول شوي او له پوليسو سره دي.

په کابل کې د صحت طفل روغتون د هېواد په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو ستر روغتون دى.

 

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.