ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سنګين  کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سنګين کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Feb 2015 - 11:27
سنګين  کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Feb 2015 - 11:27

لښکرګاه (پژواک، ١٢ سلواغه ۹۳): چارواکي وايي چې د  هلمند په  سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ  نور ټپيان دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول  ځاځي  پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات يې تېره شپه د يادې لسوالۍ د شکرشېله په سيمه کې کړي دي.

د ځاځي په خبره، په عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي، خو افغان سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ده په وينا چې وژل شوي د ملاشريف او ملاکي په نومونو د وسله والو طالبانو مشهور قوماندانانو وو چې په ډېرو پېښو کې يې لاس درلود.

د شکرشېلې سيمې اوسېدونکي او د ټولنيزې شورا غړي حاجي نسيم پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه په سيمه کې جګړه شوې خو وايي چې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

هغه زياتوي چې اوس هم په سيمه کې امنيتي ځواکونه ليدل کېږي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې په سنګين کې يې د ماين چاودنې پر مهال  شپږ افغان سرتېري وژلي او پنځه يې ټپيان کړي دي.

ولايتي چارواکو د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې رپوټ رد کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.