لښکرګاه (پژواک، ١٢ سلواغه ۹۳): چارواکي وايي چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات يې تېره شپه د يادې لسوالۍ د شکرشېله په سيمه کې کړي دي.
د ځاځي په خبره، په عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي، خو افغان سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ده په وينا چې وژل شوي د ملاشريف او ملاکي په نومونو د وسله والو طالبانو مشهور قوماندانانو وو چې په ډېرو پېښو کې يې لاس درلود.
د شکرشېلې سيمې اوسېدونکي او د ټولنيزې شورا غړي حاجي نسيم پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه په سيمه کې جګړه شوې خو وايي چې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
هغه زياتوي چې اوس هم په سيمه کې امنيتي ځواکونه ليدل کېږي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې په سنګين کې يې د ماين چاودنې پر مهال شپږ افغان سرتېري وژلي او پنځه يې ټپيان کړي دي.
ولايتي چارواکو د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې رپوټ رد کړى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن