ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لوېديځه نړۍ دې هغه وسايل چې اسلام پرې بدناميږي، نه کاروي”

“لوېديځه نړۍ دې هغه وسايل چې اسلام پرې بدناميږي، نه کاروي”

author avatar
1 Feb 2015 - 16:49
“لوېديځه نړۍ دې هغه وسايل چې اسلام پرې بدناميږي، نه کاروي”
author avatar
1 Feb 2015 - 16:49

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه٩٣): د هېواد پخواني ولسمشر حامد کزري لوېديځ ته خبردارى ورکړ چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې خپل چلند او ليدلورى بدل کړي او هغه وسايل دې نه کاروي چې د خلکو د بدبختۍ او د اسلام د بدنامۍ لامل ګرځي.

نوموړى چې نن يې د افغانستان د اعتدال مرکز په دويم کنفرانس کې خبرې کولې، وويل چې د اسلام مقدس دين د منځلاريتوب حکم کوي، له منځلارۍ دفاع کوي، خو تشدد نه لري او ظلم ته نه تسليمېږي.

حامد کرزي زياته کړه: ((د اسلام مقدس دين په وروستيو دريو لسيزو کې د هغه افراطيت په سبب چې له موږ او هغه چې په ګڼو دليلونو د نورو د استفادې وړ ګرځېدلي، سخت ځورېدلى، د مسلمانانو د بدنامۍ، درد او ځور سبب شوى چې له امله يې سلګونه زره کسان وژل شوي او اوس ليدل کېږي چې دغه افراطيت د ګڼو اسلامي هېوادونو لمنه نيولې ده.))

مخکني ولسمشر زياته کړه چې بنسټپالنه هغه که د مسلمانانو له منځه وي او يا هم د نړۍ د سترو قدرتونو د موخو وسيله وي، د مسلمانانو د وېشلو او بېلتون لامل کېږي او هم له پېړيو را په دېخوا د نيواک او زبېښاک وسيله شوې ده.

هغه وويل چې د هېواد د عالمانو هڅې په ځانګړې ډول په نننيو شرايطو کې د اسلام پېژندنې لپاره له هره اړخه ډېرې مهمې دي چې هم اسلام او هم ځان له مظلوميت څخه خلاص کړي او د اسلام حقيقي څېره نړۍ په ځانګړي ډول لوېديځې نړۍ ته ور وپېژني.

مخکني ولسمشر زياته کړه: ((موږ ټول بايد په خپل نوبت هڅه وکړو چې خپل دين او اسلام له هغو ټاپو وژغورو چې پر موږ وهل شوې دي.))

نوموړي له غربي نړۍ وغوښتل چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې پر خپل چلند اوليدلوري بيا کتنه وکړي او هغه وسايل چې شايد دوى فکر وکړي په ګټه يې دي، خو د خلکو د بدبختۍ او اسلام د بدنامۍ سبب ګرځي؛ ونه کاروي.

کرزي زياته کړه: ((لوېديځه نړۍ بايد پوه شي چې موږ يې دين ته درناوى لرو، پيغمبران مو يې د خداى را لېږلي پيغمبران بللي، نو په دې صورت کې زموږ او هغوى تر منځ تضاد نشته، پرته د هېوادونو د ګټو او د ګټو د پالنې سياستونو څخه چې د تضاد سبب شوي دي، د دينونو او خلکو تر منځ داسې څه نشته.))

کرزي زياته کړه: ((موږ د داعش په نامه ډلې د تېرې ورځ عمل چې يو جاپانى خبريال يې وواژه، غندو او اسلامي نړۍ په دې برخه کې په مطلق ډول له جاپاني ملت سره ولاړه ده، له تاوتريخوالي ډک اعمال د تاوتريخوالي رامنځته کول چې ځيني لوېديځ هېوادونه مو منځ ته راغلي؛ غندو او دا ډول کړنې چې خپله له موږ څخه هم ترسره کېږي، غندو يې .))

د افغانستان د اعتدال د مرکز دويم کنفرانس د اعتدال په مفهوم سره د اشنايۍ او د افراط او تفريط اثارو د څېړنې په موخه د دولتي چارواکو، ديني عالمانو او اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون په کابل کې پيل شو.

د دغه مرکز رييس نعمت الله شهراني وويل چې د اسلام مقدس دين د اعتدال دين دى او د افغانستان د اعتدال له مرکز څخه يې موخه له رښيتيني اسلام سره اشنايي او پېژندنه ده.

دغه مرکز تېر کال جوړ شوى دى.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله په دې ناسته کې حامد کرزي ته په خطاب کې وويل: ((دغه مرکز د حامد کرزي د حکومت پر مهال جوړ شوى چې زه ورڅخه مننه کوم او په ورته وخت کې سربېره پر دې چې څو کاله ستاسې د حکومت په اپوزېسيون کې وم، ستاسې د حکومتولۍ او سياست روش معتدل و چې د ستاينې وړ دى.))

ډاکټر عبدالله زياته کړه چې حامد کرزى د نظام سلامتيا له ګڼو او سترو ور پېښو ننګونو سربېره هم وساتله او يو لامل يې هم د هغه همدا معتدل روش و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.