ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د وژونکو ډله نيول شوې

هلمند کې د وژونکو ډله نيول شوې

author avatar
1 Feb 2015 - 17:18
هلمند کې د وژونکو ډله نيول شوې
author avatar
1 Feb 2015 - 17:18

لښکرګاه-غزني (پژواک، ١٢سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې يې هغه وسله واله ډله نيولې چې د٥٠ زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې به يې دولتي چارواکي ترور کول .

دا ډله وسله وال چې دوه د ترور او دوه يې د مرسته کوونکو په تور د روانې اوونۍ په ترڅ کې نيول شوي، نن د سلواغې په ١٢مه په امنيه  قوماندانۍ کې رسنيو ته وښودل شول.

د شريف الله په نوم پر يوه نيول شوي د هغو پوليسو د وژلو تور هم پورې دى چې د تېرې جمعې په ورځ د لښکرګاه په ښار کې پر ډزو سره ووژل شو .

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل رسنيو ته وويل په نيول شوو کې يې لومړى دوه تنه د وژل شوي پوليس د ترور په تور او دوه نور وروسته د هغوى د مرستې په تور ونيول.

امنيه قوماندان وايي دا کسان د مولوي وفا په نوم د طالب قوماندان له لوري د دولتي کسانو د ترور لپاره ګومارل شوي او د هر کس پر وژل کېدو ورته ٥٠زره پاکستانۍ کلدارې ورکول کېدې.

امنيه قوماندان ونه ويل چې نيول شوي کسان په څومره نورو پېښو کې لاس لري خو يادونه يې وکړه چې دوى پر خپلو جرمنو اعتراف کړى چې په اړه يې نورې څېړنې هم کېږي.

د قدرت الله په نوم نيول شوي چې ځان د کندهار ولايت اصلي اوسېدونکى معرفي کوي خبريالانو ته وويل، د مولوي وفا په نوم د طالب قوماندان له لوري په هلمند کې د ځينو دولتي کسانو د وژلو لپاره ګومارل شوى و.

نوموړي رسنيو ته وويل: ((مولوي وفا ژمنه کړې که يو شمېر دولتي کسان په لښکرګا کې ووژنم نو د هر يوه کس پر سر به ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې راکوي.))

ده زياته کړه چې يواځې د يو پوليس په وژنه کې دخيل دى او په نورو پېښو کې لاس نه لري خو د مولوي وفا له لوري يې تر اوسه  درې زره پاکستانۍ کلدارې ترلاسه کړې دي.

د ولي داد په نوم بل نيول شوي چې اصلاًد ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى دى او په لښکرګاه کې مېشت دى، رسنيو ته وويل، د دولتي کسانو د وژلو لپاره ګومارل شوى و.

بلخوا د غزني ولايت چارواکي وايي چې د عملياتو په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان وژلي او په يو شمېر سيمو کې لا هم عمليات روان دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې د اندړو، خوګياڼو، مقر، ده يک، او ګيلان په ولسواليو کې پوځي عمليات پيل شوي.

سلطاني وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې تېره شپه د اندړو په کدوخېلو سيمه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او د يادې سيمې په ګډون په دغو ټولو ولسواليو کې لا هم عمليات روان دي.

دغه راز د غزني د خوګياڼو ولسوالۍ د چهارکلا سيمې اوسېدونکي محمدانور پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې له څه مودې راهيسې د ملي اردو سرتېري عمليات کوي.

نوموړى زياتوي: ((کله چې ملي اردو راشي طالبان وتښتي او چې دوى بېرته ولاړ شي، طالبان بېرته راپيدا شي؛ نو په کار ده چې په دغو سيمو کې د امنيت لپاره دايمي پوستې واچوي.))

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د خوګياڼو ولسوالۍ د چهارکلا په سيمه کې د جګړې پر مهال د ملي اردو دوه سرتېري وژلي او څلور يې ټپيان کړي دي.

خو ولايتي چارواکي د طالبانو  دا ادعا ردوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.