کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٣ ) : پاکستانيو پوليسو په بېلا بېلو عملياتو کې په دغه هېواد کې مېشت ٧٠ تنه نور افغانان نيولي دي.
پاکستانيو رسنيو د سلواغې په ١٢مه، خبر ورکړى، چې پوليسو ياد افغانان د خيبر پښتونخوا ايالت کې د بېلا بېلو عملياتو پر مهال نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې پوليسو د لومړي وزير نواز شريف په حکم د ترهګرو او ورانکارو پر ضد عمليات کړي ، په تېرو څو ورځو کې يې ٥٦٥ تنه نيولي چې ٧٠ تنه يې افغانان دي.
په راپور کې راغلي چې ياد افغانان په خيبر پښتونخوا ايالت کې په ناقانونه توګه د اوسېدو په تور نيول شوي دي .
د ولي محمد په نامه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى چې تازه له خيبر پښتونخوا ايالت څخه په زوره را ويستل شوى وايي، چې په دې وروستيو کې پوليسو د افغانانو پر ځورولو لاس پورې کړى دى.
هغه زياته کړه، چې افغانان په ډاډه زړه ښار او بازار ته نه شي تللى او په خپلو کورونو کې بندي پاتې دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت چارواکو ويلي چې دغه چاڼيز عمليات يې تېره مياشت د پېښور پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته پيل کړي، چې په ترڅ کې يې د ١٤٢ زده کوونکو په ګډون ١٥٠ کسان ووژل شول.
د يادونې ده چې پر ښوونځي تر ياد بريد وروسته پاکستانيو پوليسو تر اوسه شاوخوا درې نيم زره افغانان نيولي او سلګونه کورنۍ يې په زور افغانستان ته شړلې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن