ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د داعش  وسله وال کندوز ته رسېدلي”

“د داعش وسله وال کندوز ته رسېدلي”

author avatar
2 Feb 2015 - 12:20
“د داعش  وسله وال کندوز ته رسېدلي”
author avatar
2 Feb 2015 - 12:20

کندوز (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٣): د کندوز والي په دغه ولايت کې د “داعش” ډلې د لسګونو غړو د شتون خبر ورکوي او وايي اړينه ده چې سر له اوسه د دې ډلې د فعاليتونو مخينوى وشي.

محمدعمر صافي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې همدا اوس په داعش پورې اړوند شاوخوا ٧٠ کسان په دشت ارچي او چهار درې ولسواليو کې فعاليت لري.

د کندوز والي وايي چې دشت ارچي ولسوالۍ د تخار، بغلان ، بدخشان او فارياب ولايتونو لپاره د طالبانو، جندالله او “داعش” ډلو روزنيز، جنګي او ښوونيز مرکز دى.

هغه زياته کړه: ((طالبان، جندالله  او داعش هغه عمده ډلې دي چې په کندوز کې فعاليت لري او د فعاليت عمده مرکز يې په دشت ارچي ولسوالۍ کې دى او هلته د رزمي فعاليتونو تر څنګ، روزنيز فعاليتونه هم لري.))

صافي وويل چې د بدخشان، بغلان، تخار او حتا په فارياب پورې د دغه دولت ضد ډلو کړنلارې له همدې ځايه تنظيموي او تر کنټرول لاندې يې دي.

د کندوز والي “داعش” ډله يو خطر وباله او زياته يې کړه چې بايد له همدا اوسه د دې ډلې پر ضد جدي مبارزه وشي او د فعاليت اجازه دې نه ورکول کېږي.

نوموړى وايي چې په وروستيو کې د کابل څخه يوه ځانګړې قطعې د کندوز په مربوطاتو کې عمليات وکړل او د “داعش” يو شمېر کسان يې نيولي او له ځان سره وړي دي. هغه په دې اړه زيات جزييات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو ولايتونو لکه هلمند، فراه، لوګر، کونړ او سرپل کې د داعش د فعاليت په اړه خپاره شوي راپورونه د خلکو د اندېښنې سبب ګرځېدلي او ځيني شنونکي وايي چې په هېواد کې د دې ډلې پيدا کېدل په هغه کچه ستر او خطرناک نه دي، څنګه يې چې تبليغ کېږي، خو ټينګار کوي چې همدا اوس دې مخنيوى وشي.

داعش ډله ((د عراق اسلامي دولت) د ٢٠٠٦ کال د اکتوبر په ١٥مه او  د ځينو نورو وسله والو ډلو له ناستو وروسته جوړه شوه او ابو عمر البغدادي يې د مشر په توګه وټاکل شو چې په عراق کې يې د ترهګريزو بريدونو مسووليتونه ومنل.

ابوبکر البغدادي په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د ابو عمر البغدادي له وژل کېدو وروسته د هغه پر ځاى وټاکل شو او له ټاکل کېدو سره يې د دې ډلې د عملياتو او بريدونو لمن پراخه شوه او ورسره يو ځاى په سوريه کې د ناورين له پيل سره د دې ډلې غړي په سوريه کې هم فعال شول.

د کندوز والي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول په دشت ارچي او چهار درې ولسواليو کې څه باندې ٢٤٠٠ د دولت وسله وال مخالفين فعاليت لري.

صافي زياته کړه چې يواځې د امام صاحب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر مرکز په شوي بريد کې شاوخوا څلور زره کسانو ونډه اخيستې وه چې د دوى په مرسته له ګاونډيو ولايتونو لکه تخار او بدخشان څخه هم راغلي وو، زياته برخه يې نيولې وه او هڅه يې کوله چې امنيتي ځواکونه کلابند کړي.

هغه وويل چې د دغو کسانو د ځپلو لپاره د امنيتي ځواکونو ځپونکي اقدمات روان دي او ډېر ژر به له ځپلو وروسته ونيول شي.

د کندوز والي په دغه ولايت کې د غيرقانوني وسله والو شمېره څه باندې اووه زره ښيي او وايي چې دغه کسان د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د زياتو ګډوډيو سبب شوي، خو اوس يې قوماندانانو له دولت سره ژمنه کړې چې د دغو کسانو ډېرى برخه به د کندوز-تخار لويې لارې د امنيت خوندي کولو تر څنګ په نورو امنيتي چارو کې هم هڅې وکړي.

صافي په ډاګه کړه چې د هغوى د ٧٠ قوماندانانو وسلې او تجهيزات د خان اباد په اويا ولسواليو کې د ملي امنيت رياست له لوري ثبت شوې او ددې قوماندانانو مسووليت يې دوو ځايي قوماندانانو هر يوه ارباب شريف او د پخسه پران په نامه  مشهور قوماندان عمر ته سپارلى دى.

هغه وويل چې د غير قانوني وسله والو وسلې يې ځکه ثبت کړې چې دوى له دې وروسته ونه شي کولى چې خپلې وسلې په ناامنيو کې وکاروي او دولت د اړتيا پر مهال په اسانۍ سره هغوى بې وسلې کړى شي.

د ويلو ده چې په خان اباد ولسوالۍ کې د غيرقانوني وسله والو شمېر څه باندې درې زرو ته رسېږي او خلک  ورته د اربکي نوم اخلي چې تل ورڅخه شکايت کوي او وايي چې دوى تل خلک وهي ډبوي او بايد بې وسلې شي.

امنيتي چارواکو په بيا بيا ويلي چې د وسله والو د بې وسلې کولو لپاره پلان لري او دغه پلان به د کورنيو چارو وزارت له خوا د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل له منظورۍ وروسته عملي کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.