کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣): په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر سره د ګډې پولې پر امنيت خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو (اى اېس پي ار) له دفتره د سلواغې په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموريت قوماندان جنرال جان کمپبل پرون راولپنډۍ ته ورغلى و.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي د پاکستان د وسله والو ځواکونو په مرکز (جي اېچ کيو) کې د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ليدنې پر مهال دواړو د اړيکو پر پياوړتيا او د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې پولې پر امنيت او د همغږۍ پر زياتولو خبرې کړې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن