ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرتاج عزيز: چين د افغانستان د سولې خبرو د کوربه توب وړانديز کړى

سرتاج عزيز: چين د افغانستان د سولې خبرو د کوربه توب وړانديز کړى

author avatar
4 Feb 2015 - 15:00
سرتاج عزيز: چين د افغانستان د سولې خبرو د کوربه توب وړانديز کړى
author avatar
4 Feb 2015 - 15:00

کابل ( پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣ ) : د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي چې چين د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره د خپل کوربه توب وړانديز کړى دى.

خو  وسله والو طالبانو لا دمخه د چين د منځګړيتوب خبره  رد کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز له پاکستانيو رسنيو سره په يوه مرکه کې په ډاګه کړې، چې چين د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ  د سولې د خبرو اترو د کوربه توب وړانديز کړى دى.

نوموړي زياته کړې، چې په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه بايد افغان حکومت وکړي، خو ويلي يې دي چې پاکستان په دې برخه کې د خپل رول ادا کولو ته چمتو دى.

تر دې مخکې ځينو غربي او د چين  رسنيو خبر ورکړى و، چې چين د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د منځګړيتوب وړانديز کړى دى.

خو وسله والو طالبانو تېره اونۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د چين د منځګړيتوب خبره رد کړې ده.

هغوى منلې وه، چې يوه پلاوي يې چين ته سفر کړى، خو زياته کړې يې وه چې د چين ترڅنګ ځينو نورو هېوادونو هم دا ډول وړانديزونه کړي دي.

بلخوا د اېکسپريس په نامه يوې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړى، چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ښار کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې شوې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې خبرو اترو کې د طالبانو له لوري پخوانيو وزيرانو ملا ګل اغا، ملا عباس او ملا جليل برخه اخيستې وه.

خو وسله والو طالبانو هغه خبرونه رد کړل، چې ګواکې د دوى استازو د افغانستان له حکومت سره په دوبۍ کې د سولې خبرې کړې دي.

د دې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې  د ځينو رسنيو له خوا خپاره شوي دا ډول خبرونه رد کړي .

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دوى دا ډول خبرونه په کلکه ردوي او  وايي  چې هېڅ يوه استازي يې د حکومت له کوم پلاوي سره نه په دوبۍ ښار کې  او  نه په کوم بل ځای کې ليدلي دي.

سرچينې دا ډول اوازې د ځينو مغرضو کړيو له خوا بللې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.