ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو غني خېلو کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخه نيولې”

“طالبانو غني خېلو کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخه نيولې”

author avatar
4 Feb 2015 - 15:30
“طالبانو غني خېلو کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق مخه نيولې”
author avatar
4 Feb 2015 - 15:30

جلال اباد (پژواک ۱۵ سلواغه ۹۳): د ننګرهار چارواکي وايي، چې وسله والو ‌‌طالبانو په غني خېلو ولسوالۍ کې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو د بنديز په غبرګون کې د ګوزڼ واکسين د پلي کېدو مخه نيولې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په ياده ولسوالۍ کې د ګوزڼ واکسين بهير  نه دى پلى  شوى او تر ۳۰زرو پورې ماشومان له دې بهير څخه پاتې دي.

ده زياته کړه، تراوسه په يادې ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښه نه ده ثبت شوې، خو که چېرې دغه کار ادامه ولري، نو د ټول ولايت لپاره به ستونزې جوړې کړي.

هغه وايي: ((په ياده ولسوالۍ کې د موټرسايکلونو ګرځېدو بنديز لګول شوی نو له همدې امله  وسله والو هلته د واکسين د پلي کولو مخه نيولې، هلته له ۲۵زرو تر ۳۰زرو ماشومان له دې پروسې پاتې دي.))

د غني خېلو يوه قومي مشر حاجي اکبرخان پژواک اژانس ته وويل، چې له څه مودې راهيسې يې په ولسوالۍ کې د واکسين کمپاين درول شوی او حکومت په دې برخه کې جدي اقدام نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د ټاکنو پر مهال غني خېل او ورڅېرمه ولسوالۍ ناامنې شوې، حکومت پر وخت اقدام ونه کړ او تراوسه هلته ناامني شته؛ موږ به د واکسين په پروسه کې همکاري وکړو، خو حکومت دې امنيت راولي.))

 د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي پاڅون شينواري پژواک ته وويل، چې له څه مودې راهيسې په غني خېلو کې واکسين نه تطبيقېږي، ځکه وسله والو يې مخه نيولې ده.

نوموړي له قومي مشرانو او ولايتي ادارې غوښتنه وکړه، چې د واکسين د تطبيق لپاره زمينه برابره کړي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، په رښتيا هم په غني خېلو ولسوالۍ کې له څه مودې راهيسې د واکسين د تطبيق مخه نيول شوې ده.

د هغه په وينا، حکومت په يادې ولسوالۍ کې د ناامنيو له امله  د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بنديز لګولی او طالبانو يې په غبرګون کې د واکسين د پلي کولو مخه نيولې ده، خو د ولايت مقام هڅه کوي، چې د واکسين د پلي کېدو لړۍ پيل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.