ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: د جلال اباد د پښتورګو روغتون ته به ډېر ژر وسايل ورکړو

پاکستان: د جلال اباد د پښتورګو روغتون ته به ډېر ژر وسايل ورکړو

author avatar
6 Feb 2015 - 15:59
پاکستان: د جلال اباد د پښتورګو روغتون ته به ډېر ژر وسايل ورکړو
author avatar
6 Feb 2015 - 15:59

 

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): پاکستان وايي، چمتو دى په جلال اباد ښار کې د پښتورګو جوړ کړي روغتون لپاره لازم وسايل ورکړي.

دغه څرګندونې په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي کونسلر اختر منير د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال په يوه خبري غونډه کې له پاکستانه غوښتي وو چې د پښتورګو د دغه روغتون لپاره دې ژر تر ژره وسايل وسپاري.

دغه راز هغه له مرکزي حکومته غوښتي وو چې له دغه روغتون څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه دا نيمه خصوصي کړي.

د پاکستان د سفارت مطبوعاتي کونسلر اختر منير وايي چې دوى د ياد روغتون د تجهيز لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

خو هغه زياته کړې چې پر  وسايلو له تجهيز مخکې بايد ياد روغتون فعال او په کې ډاکتران پر دندو وګومارل شي.

نوموړى وايي چې هېواد يې په دغه روغتون کې د دندو ترسره کولو په موخه يوه ډله افغان ډاکتران روزلي وو، خو اوس دغه ډاکتران په نورو ادارو کې دندې پيدا کړې او تيار نه دي چې په ياد روغتون کې کار وکړي.

د پاکستان د سفارت مطبوعاتي کونسلر اختر منير وايي، همدا لامل دى چې ياد روغتون ته د وسايلو په ورکولو کې ځنډ راغلى دى.

د هغه په وينا، اوس د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له دوى غوښتي چې د پښتورګو د ياد روغتون لپاره يوه ډله ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي په پاکستان کې وروزي، څو په ياد روغتون کې يې بيا پر دندو وګوماري.

هغه زياته کړه: ((څومره ژر چې د يادو کسانو د روزنې پروسه بشپړه شي او په روغتون کې پر دندو وګومارل شي، نو پاکستان به اړين طبي وسايل او نور تجهيزات ورته په واک کې ورکړي.))

اختر منير وايي چې دوى په جلال اباد کې د ياد روغتون تر څنګ د افغانستان په نورو سيمو کې هم د بيارغونې ګڼې پروژې تر لاس لاندې لري او هڅه کوي چې ژر تر ژره يې بشپړ کړي.

د نوموړي په وينا، پاکستان اوسمهال په افغانستان کې د ٥٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د بيارغونې بېلابېلې پروژې پر مخ وړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر کامه وال پژواک ته وويل ، پخوا پاکستان د نورو ولايتونو ډاکټران روزلي وو، هغوى چې راغلل خپلو ولايتونو ته ولاړل.

هغه زياتوي چې اوس ديوه تړون له مخې د ډاکټرانو نوې ١٥ کسيزه ډله روزنې لپاره لېږل کېږي، چې تر هغې وروسته به دا روغتون فعال شي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي هم وويل چې که دوى ته وسايل وسپارل شي، نو دوى به روغتون فعال کړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، پاکستان د ٦٠٠ ميليونه پاکستانۍ کلدارو په لګښت د نشتر په نوم د پښتورګو يو روغتون د جلال اباد ښار په سوېلي برخه کې جوړه کړى دى.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.