ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين: د بهسودو د دويم پول جوړولو چارې دې په خپل وخت بشپړې شي

لودين: د بهسودو د دويم پول جوړولو چارې دې په خپل وخت بشپړې شي

author avatar
7 Feb 2015 - 18:31
لودين: د بهسودو د دويم پول جوړولو چارې دې په خپل وخت بشپړې شي
author avatar
7 Feb 2015 - 18:31

جلال اباد (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٣): د ننګرهار سرپرست والي اړونده شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې د بهسودو د دويم پول د جوړولو چارې په خپل وخت بشپړې کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سرپرست والي مولوي عطاء الله لودين، دغه څرګندونې نن په هغې غونډه کې وکړې، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، په دې غونډه کې د بهسودو د دويم پول جوړوونکي شرکت مشر الکوزي، د فوايد عامې وزارت د سړکونو د انسجام عمومي رييس ډګرجنرال عبدالکريم فراهي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې صايمې خوګياڼۍ او د دې ولايت د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقير برخه اخيستې وه.

سرپرست والي مولوي عطاء الله لودين د بهسودو پل جوړوونکي شرکت مسول څخه وغوښتل، چې د غبرګولي مياشتې تر پايه پورې دې د دې  پول بنسټيز کارونه بشپړ کړي او پاتې نور کارونه يې لا چټک او معياري کړي.

هغه زياته کړه، که د دغه پول کارونه وځنډول شي، هم به دولت او هم به شرکت ته زيان ورسېږي او شوي کارونه به په سيند لاهو شي.

د ياد شرکت مسول الکوزي وويل، چې تر دې دمه يې له خپلو شخصي امکاناتو څخه  يو ميليون او ٢٧٠زره ډالر پر بنسټيزو کارونو لګولي، خو دولت تراوسه ورته لګښت نه دى ورکړى.

د ننګرهار د والي وياند وايي، د هغه له دې شکايت سره سم، سرپرست والي د  همدې ستونزې د حل په موخه د فوايد عامې سرپرست وزير نورګل منګل ته ټېلېفون وکړ او ورسره يې دغه ستونزه ياده کړه.

د هغه په وينا، مولوي لودين له سرپرست وزير څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د شرکت مسوول ته پيسې ورکړي.

عبدالزى وايي، د فوايد عامې وزير د ننګرهار والي سره ژمنه وکړه، چې په روانه اوونۍ کې به د بهسودو پول جوړوونکي شرکت ته پيسې ورکړي.

د ننګرهار والي د بهسودو پول قراردادي ته په ټينګار سره وويل، چې کار بايد بند نه شي او د خپل شوي قرارداد له مخې کارونه ژر تر ژره تر سره کړي.

دغه راز عبدالزى وايي، په دې غونډه کې د امنيت شورا غړي او فوايد عامې وزارت د سړکونو د انسجام عموي ريس ډګر جنرال عبدالرکريم فراهي د خبرو پرمهال د کابل- جلال اباد سړک د عملي چارو د پيل په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه ، چې د کابل – جلال اباد سړک د عملي چارو د ښه ترسراوي په موخه يې د محافظت عامه د پوليسو له لوري د سرخرود نه تر ميملې پورې د سړک د ساتلو په موخه پوستې جوړې کړې او د سړک عملې چارې عملاً پيل شوې.

د ننګرهار سرپرست والي د ياد سړک له عملي چارو څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ ورکړ، چې د کابل- جلال اباد سړک جوړوونکي سره به د ننګرهار ولايت اداره پوره همکاري کوي.

د بهسودو پول، چې د جلال اباد ښار شمال ختيځ لوري ته په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري، د هېواد په کچه تر ټولو لوى پول دى، چې شاوخوا ٣٦٠ متره اوږدوالى لري او نږدې ٥٠ کاله مخکې جوړ شوى دى.

پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٢ ولسواليو اړوند د ورځې زرګونه موټر او لسګونه زره خلک تګ راتګ کوي.

دغه پول د زوړوالي او شاوخوا دوه کاله مخکې پر ناټو ځواکونو د دوو ځانمرګو بريدونو له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دى.

خو څو مياشتې مخکې د لوړپوړي دولتي پلاوي په شتون کې د دې پول ترڅنګ د يوه بل نوي پول د جوړولو چارې پيل شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.