ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  تورخم د دواړو غاړو په ټرانسپورټي چارو کې ٩٠ سلنه کموالى راغلى

د تورخم د دواړو غاړو په ټرانسپورټي چارو کې ٩٠ سلنه کموالى راغلى

author avatar
9 Feb 2015 - 16:15
د  تورخم د دواړو غاړو په ټرانسپورټي چارو کې ٩٠ سلنه کموالى راغلى
author avatar
9 Feb 2015 - 16:15

جلال اباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۳): د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتو په کمېدو او د پاکستاني پوليسو له خوا د افغانانو د ځورولو له امله دغه هېواد ته د خلکو په تګ راتګ کې د کموالي له امله موټر چلوونکي له مالي زيان سره مخ شوي دي.

د ډيورنډ پولې د دواړو غاړو چلوونکي او مسوولين وايي چې د يادو پېښو له امله يې په ترانسپورتي چارو کې تر ٩٠ سلنې کموالى راغلى دى.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې يوې ډلې وسله والو د پاکستان د پېښور ښار پر يوه ښوونځي بريد وکړ او د ١٤٢ زده کوونکو په ګډون يې ١٥٠ کسان ووژل او همدومره يې ژوبل کړل.

تر دې پېښې وروسته د پاکستان پوليسو د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا ايالت او نورو سيمو کې د افغان کډوالو پر ځورولو لاس پورې کړى چې اوس له دې وېرې دغه هېواد ته د افغانانو تګ راتګ کم شوى دى.

د ننګرهارد ترانسپورټ رييس ډاکتر محمدايوب شرافت د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تورخم له بندره هره ورځ ۱۲۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه، خو اوس دغه شمېر دوو سوو موټرو ته راټيټ شوی دی.

د ترانسپورټ رييس وايي، په دې وروستيو کې د پاکستان له لارې په هېواد کې مېشتو بهرنيو سرتېرو ته اکمالات هم کم شوي او له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو او ځورولو راپورونه هم ورکول کېږي چې پر ترانسپورټي چارو يې منفي اغېزه کړې ده.

شرافت زياته کړه: ((د پېښور پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته هلته امنيتي تدابير سخت شوي چې ښايي له امله يې د کډوالو د را ايستلو مسئله هم راپورته شوې وي نو د دغه کار له امله پاکستان ته تګ راتګ کم شوی او پر ترانسپورټ يې بده اغېزه کړې ده.))

د نوموړي په خبره، په دې اړه معلومات نه لري چې څومره چلوونکو به خپل کارونه درولي وي، خو يادونه يې وکړه چې اوس د جلال اباد– تورخم چلوونکو ته د سپرليو د کموالي له امله ژر نوبت نه ورسېږي او څو ورځې په اډه کې نوبت ته په تمه وي.

د تورخم د اډې يوه منشي معلم ګلاب پژواک ته وويل چې له پاکستانه د کډوالو د ايستلو او ځورولو تر مسئلې مخکې هره ورځ ٢٠٠ موټرو تورخم ته تګ راتګ کاوه، خو اوس يواځې ٣٠ موټرو ته سپرلي پيدا کېږي.

د تورخم د لين يوه چلوونکي شکرالله قاسمي پژواک ته وويل چې تر پخوا يې په کار کې ګټه کمه شوې، اوس ډېر سپرلي نه پيدا کېږي او موټر ته يې په دريو ورځو کې نوبت رسېږي.

ده زياته کړه : ((زړه مې له موټروانۍ تور دی، ګټه په کې نشته او جنجالونه يې ډېر دي.))

د عبيداحمد په نوم بل چلوونکي پژواک ته وويل: ((دوه ورځې مخکې نوبت را رسېدلی و چې تورخم ته ولاړم له هغې خوا بيا سپرلي نه وو، شپه مې وکړه او په سبا مې پنځه کسان پيدا کړل او راغلم. دا ما ته تاوان کوي.))

لنګرخان چې د لارۍ موټر چلوونکی دی او له پاکستانه توکي افغانستان راوړي، وايي چې د پخوا په پرتله يې ځکه تګ راتګ کم شوی چې د موټر لپاره ورته بار نه پيدا کېږي.

د نوشېروان په نوم د ننګرهار ولايت اوسېدونکى چې تازه له پاکستانه راستون شوى وايي چې هلته پوليس د افغانانو پر ځورولو لاس پورې کړى دى.

هغه پژواک ته وويل چې اوس د پوليسو له وېرې ډېرى افغانان د پاکستان تګ ته زړه نه ښه کوي او له حکومته وغوښتل چې له پاکستان سره دې د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د لطف الله په نوم يوه بل کس چې له پاکستانه راستون شوى وايي: ((د پېښور پر ښوونځي تر بريد وروسته له افغانانو سره سم چلند نه کېږي، پيسې ترې اخلي او د پوليس ځوروي، خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.))

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد قياس سعيدي پژواک ته وويل چې د تورخم پر لين د ترانسپورټ د چارو ټکنى توب اقتصادې ستونزې رامنځته کوي.

هغه زياته کړه: ((د موټرو لپاره د بار او مسافرو نه شتون د خلکو ورځني عوايد کموي او بله ستونزه به يې دا وي چې ډېر چلوونکي به خپل مسلک پرېږدي.))

د طارق شينواري په نوم د ډيورنډ د هغې غاړې لنډي کوتل يو اوسېدونکى وايي چې پخوا د تورخم او پېښور تر منځ ٥٠٠ موټر مسافرين تلل راتلل خو اوس يې شمېر ٢٠٠ موټرو ته راټيټ شوى او ډېرى چلوونکو دغه کاروبار پرېيښى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.