ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د کرنيزو توليداتو د ودې په برخه کې مرسته کېږي

کندهار کې د کرنيزو توليداتو د ودې په برخه کې مرسته کېږي

author avatar
9 Feb 2015 - 20:09
کندهار کې د کرنيزو توليداتو د ودې په برخه کې مرسته کېږي
author avatar
9 Feb 2015 - 20:09

کندهار (پژواک،٢٠سلواغه ٩٣): يوه مرستندويه اداره غواړي چې په کندهار ولايت کې د کرنيزو توليداتو او محصولاتو د ودې په برخه کې له کروندګرو سره ګډې پروژې پلې کړي.
د CARD-F په نوم د دغې مرستندويه ادارې د کرنې د کيفيت لوړونې کارپوه عبدالغفور نوابي وويل، ياده موسسه غواړي چې په کندهار کې له کروندګرو او باغ لرونکو سره ګډې کرهنيزې پروژې پر لارې واچوي.
هغه زياته کړه، چې دغه اداره په بېلابېلو زراعتي برخو کې کارپوهان لري او له کروندګرو سره به په ګډه به د هغوى د کرنيزو محصولاتو او توليداتو د ودې په برخه کې کار وکړي.
د نوابي په وينا، د همدې موخې لپاره غواړي د کندهار له کروندګرو او د ولايتي ادارې له چارواکو سره وګوري، ترڅو په دغه برخه کې اړتياوې په ګوته او په هماغو برخو کې ځينې پروژې له طرحه کولو وروسته پلې کړي.
د هغه په وينا، له دې لارې به د کرنيزو محصولاتو کيفيت وده وکړي، چې له مخې به يې د کروندګرو په اقتصادي وضعيت کې ښه والى راشي.
نوابي وويل، چې ادارې يې تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د زراعتي توليداتو د ودې په برخه کې کار کړى دى.
د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا د يادې ادارې له چارواکو وغوښتل، چې په دې ولايت کې دې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په نوي تاسيس شوي ملي پوهنتون کې د زراعتي توکو د ترويج مرکز جوړ کړي.
د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون، تېر کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هندوستان د بهرنيو چارو د وزير سلمان خورشيد له خوا پرانيستل شو، چې د هېواد په کچه په کې محصلين له بهرنيو او کورنيو استادانو څخه د دکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کوي.
ويسا وويل، CARD-F اداره دې په همدې ترويجي مرکز کې نه يوازې له کروندګرو، بلکې له محصلينو سره هم ګډې پروژې عملي او خپلې تجربې ور سره شريکې کړي.
هغه دغه راز له دې ادارې غوښتنه وکړه، چې په ياد پوهنتون کې دې دغونډو يو سالون هم جوړ کړي، تر څو د محصلينو تر منځ په کې د زراعت د ودې په اړه غونډې تر سره شي.
د کندهارسرپرست والي ددې ټينګار سربېره، چې له دې وروسته به مرستندويه ادارې د ولايتي ادارې په خوښه پروژې پلي کوي، وويل: ((موږ له پخوانيو پلي شوو پروژو ترخې تجربې لرو، ډېرو موسساتو د خلکو اړتياوو ته له پاملرنې پرته په خپلسرې توګه پروژې پلي کولې، چې خلکو ته يې هېڅ ګټه نه رسېده.))
ويسا زياته کړه، چې هره مرستندويه اداره بايد په خپلو پروژو کې ځوانانو او مېرمنو ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه په دې وروسيتو کې ګڼ شمېر ځوانان بې روزګاره شوي او ډېرو مېرمنو په جګړو کې خپل خاوندان او د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، چې اوس يې اقتصادي وضعيت ښه نه دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.