ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او سويس د همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وشوې

author avatar
10 Feb 2015 - 16:05
author avatar
10 Feb 2015 - 16:05

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٣): په کابل کې د سويس نوى سفير وايي، هڅه به وکړي چې د خپل هېواد او افغانستان تر منځ اړيکې لا پراخې کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن له ولسمشر محمداشرف غني سره په کتنه کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د سويس هېواد د نوي سفير مارک جيورج  باور ليک نن  د يو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د باورليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته ولسمشر او د افغانستان لپاره د سويس هېواد نوي سفير د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او همکاريو د لا پراختيا په اړه خبرې وکړې.

جيورج ويلي، په افغانستان کې د خپل ماموريت په لړ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پراختيا لپاره هڅه وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اشرف غني نوموړي ته په افغانستان کې په نوي ماموريت کې د برياليتوب هيله وکړه.

سرچينه کاږي، په دغو مراسمو کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم شتون درلود.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.