ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک او اماراتو تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

د افغانستان بانک او اماراتو تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

author avatar
10 Feb 2015 - 17:32
د افغانستان بانک او اماراتو تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو
author avatar
10 Feb 2015 - 17:32

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٣): د افغانستان بانک او متحده عربي اماراتو د مرکزي بانک تر منځ د معلوماتو د تبادلې او د څارنې د همکارۍ په برخه کې هوکړه ليک لاسليک شو.

 دغه هوکړه ليک د افغانستان بانک د لومړي مرستيال او سرپرست خان افضل هډه وال او د متحده عربي اماراتو د مرکزي بانک د مشر راشد المنصوري تر منځ تېره چهارشنبه ( د سلواغې ١٥ مه) په اماراتو کې لاسليک شوى دى.

 د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي: ” د دغه هوکړه ليک له مخې، د افغانستان بانک کارکوونکو ته د کاري ظرفيت د لوړولو زمينه مساعده کېږي او د دواړو هېوادونو تر منځ د مالي او بانکي څارنې او د پولي سياست د ثبات په برخه کې به اغېزمن ګامونه پورته شي.”

 سرچينې ليکلي، چې د دغه هوکړه ليک له مخې د افغانستان بانک د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره د روزنيزو پروګرامونو د تر سره کولو ترڅنګ، د متحده عربي اماراتو د مرکزي بانک له لوري د دواړو هېوادونو د مقرريو د موضوعاتو، پر بانکونو او مالي موسسو څار او د څارنيزو معلوماتو پر تبادلې کار کېږي..

په خبرپاڼه کې راغلي: ” دغه ميکانيزم د دواړو هېوادونو د قوانينو او د نړيوالو بانکونو په مقرراتو کې به تصفيه او د هر هېواد مقرراتو او د څارنې سرچينو د معلوماتو له چوکاټ سره به مطابقت ولري، څو په دواړو هېوادونو کې د يوه مناسب مالي سيسټم ته د لاسرسي لپاره مرسته وکړي.”

 د متحده عربي اماراتو د مرکزي بانک مشر د ياد هوکړه ليک پر مهال وويل، چې د مالي نظام ثبات څخه د ډاډ لپاره د پولي سياست پلي کوونکو او د مالي څار د بنسټونو تر منځ ډېر همغږۍ او همکارۍ ته اړتيا ده.

 د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستيال د دغه هوکړه ليک پر لاسليک خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي: ” متحده عربي امارات اوسمهال په يوه لوى مالي مرکز بدل شوي، چې په کې د مالي پانګونې د زياتېدو شاهدان يو. دواړه مرکزي بانکونه له يو بل سره هر اړخيزې همکارۍ کوي چې ياد هوکړه ليک دغې همکارۍ او اړيکو ته ډېره پراختيا وربښي.”

 خان افضل هډه وال زياته کړې، چې دغه هوکړه ليک او نور هوکړه ليکونه چې د متحده عربي اماراتو د مرکزي بانک له لوري د نورو هېوادونو له مرکزي بانکونو سره د همکاريو په برخه کې لاسليک شوي، له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد د همکاريو ښکارندوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.