ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان وشوکارانو ١٣ مډالونه واخيستل

افغان وشوکارانو ١٣ مډالونه واخيستل

author avatar
11 Feb 2015 - 15:34
افغان وشوکارانو ١٣ مډالونه واخيستل
author avatar
11 Feb 2015 - 15:34

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): د افغانستان د وشو ملي لوبډلې په ايران کې د لوېديځې اسيا په سياليو کې د سرو زرو، سپينو زرو او برنزو د ١٣ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړى دى.

دغه سيالۍ د ايران په زاهدان ښار کې د ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، سوريې، عراق، يمن، پاکستان او لبنان د وشو کارانو په ګډون جوړې شوې وې.

د المپيک ملي کمېټې له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو سياليو کې خالد هوتک په ٦٠ کيلوګرامه وزن کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړى مقام خپل کړى او د دغو سياليو د سرو زرو مډال يې افغانستان ته راوړى دى.

نسيم، نصرت الله حبيبي، محمدسليم، شاه زمان او عبدالمالک نورزايي توانېدلي چې خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې او د نقرې مډالونه يې ترلاسه کړي.

د محفوظ وفا او جواد غلجايي په نومونو دوو نورو افغان ورزشکارانو هم په خپلو سيالانو بريا ترلاسه کړې او په دغو سياليو کې يې د برونزو مډالونه خپل کړي دي.

په تالو برخه کې هم افغان ورزشکارانو هر يوه امير مرادي، حسين غفوري او محمد بشيري درې د برنزو او دوه د نقرې مډالونه اخيستي دي.

د المپيک ملي کمېټه وايي چې په دې ترتيب سره افغانستان په ټوليز ډول د ١٣ مډالونو (يو د سرو زرو، اووه د نقرې او پنحۀ د برنزو) په ترلاسه کولو سره له ايران او ازبکستان وروسته د ١٠ هېوادونو په منځ کې درېيم مقام خپل کړى دى.

ايران د سرو زرو د ١٣، د څلورو نقره يي او دوو برنزو په ترلاسه کولو سره د سياليو اتلولي ګټلې او ازبکستان دوه د سرو، دوو د نقرې او دوه د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو سره په دويم مقام کې راغلى دى.

د يادونې ده، د روانې اوونۍ په لومړيو کې د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې د خپل هېواد لپاره په اماراتو کې له نړيوالو سيالو يو د سرو، يو د نقرې او يو د برونزو مډال ترلاسه کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.