ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نړيوال دې د پوليسو په تجهيزولو کې مرسته وکړي”

“نړيوال دې د پوليسو په تجهيزولو کې مرسته وکړي”

author avatar
11 Feb 2015 - 20:27
“نړيوال دې د پوليسو په تجهيزولو کې مرسته وکړي”
author avatar
11 Feb 2015 - 20:27

جلال اباد (پژواک ۲۲ سلواغه ۹۳): د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د روزنې قوماندان له نړيوالو غوښتنه وکړه، چې په جګړه کې د ښکېلو پوليسو د تجهيزاتو په برخه کې دې مرسته وکړي.

قوماندان پاسوال معشوق احمد سېلاب دا څرګندونې د سلواغې په ۲۲مه، د ننګرهار د پوليسو له روزنيز مرکز څخه د ۹۶ پوليسو د فراغت په غونډه کې وکړې.

د کورنيو چارو وزارت دې چارواکي وويل، چې نن د ننګرهار پوليسو له روزنيز مرکز څخه ۹۵ پوليس له دوه مياشتنۍ روزنې وروسته فارغ شول او په بېلا بېلو ولايتونو کې ته به د دندو لپاره ولېږل شي.

قوماندان سېلاب وايي: ((د پوليسو د تجهيز په برخه کې مشکلات شته، اصلاً پوليس د قانون د حاکميت لپاره دي، خو جنګ تحميلي دی؛ نو زموږ هغه پوليس چې د محاربوي دندو لپاره په ليکو کې تنظمېږي، الحمد الله د تجهيز لپاره يې وسلې لرو، خو دا تجهيزات بسنه نه کوي.))

دى زياتوي: ((زه هيله لرم چې نړيوال ډونران د پوليسو د تجهيز په برخه کې مرسته وکړي.))

نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار د پوليسو له روزنيز مرکز څحه تراوسه ۶۵زره پوليس فارغ شوي او  اوس په بېلا بېلو ولايتونو کې دندې ترسره کوي.

سېلاب په افغانستان کې د داعش د پيدا کېدو د راپورونو په تړاو وويل: ((پروني طالب نننی داعش دی، خو چې هر څوک وي او د افغانستان پر خلاف جګړه کوي، زموږ دښمن دی.))

د ننګرهار د پوليسو د روزنيز مرکز تدريسي مرستيال سمونوال سبحان الله په ياده غونډه کې وويل، دا پوليس له ننګرهار، کونړ او شمالي ولايتونو څخه دلته د زده کړو لپاره رالېږل شوي وو او تر دې وروسته په خپلو ولايتونو کې پر دندو بوخت شي.

له دې روزنېز مرکز څخه يو تن فارغ شوی عبدالغني نورستانی وايي، له نورستان ولايت څخه د زده کړو لپاره راغلی و او ډېره څه يې ياد کړل.

ده وويل: ((موږ له خپل وطن نه دفاع کولای شو، خو د د تجهيزاتو په برخه کې مشکلات لرو، نورستان کې تر ډېره پوليس دي، نو پوليس به څنګه په يوه ټوپک پوسته وساتي.))

هغه غوښتنه وکړه چې د غره ييزو سيمو پوليس بايد ښه تجهيز شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.