ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر انګېزې شينوارې بريد دې وڅېړل شي”

“پر انګېزې شينوارې بريد دې وڅېړل شي”

author avatar
11 Feb 2015 - 15:18
“پر انګېزې شينوارې بريد دې وڅېړل شي”
author avatar
11 Feb 2015 - 15:18

جلال اباد (پژواک،۲۲ سلواغه ۹۳): د ننګرهار د ولايتي شورا د ټپي شوې وکيلې کورنۍ او يو شمېر وکيلانو  له دولته غوښتنه وکړه  چې پر هغې د شوې چاودنې د څرنګوالی جزئيات وړاندې کړي.

وکيله انګېزه شينوارې تېره ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د جلال اباد په ښار کې د ماين چاودنې ټپي کړه چې د ننګرهار په ملکي روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته کابل ته يوړل شوه او اوس د “سردار محمد داود خان” په روغتون کې تر درمنلې لاندې ده.

ياده پېښه د شينوارې پر موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطيسي ماين د چاودېدو له امله شوې وه چې د هغې چلوونکی په کې وژل شوی او د “بي بي حوا” لېسې پنځه زده کوونکې يې ټپيانې کړې دي.

د انګېزې شينوارې نږدې ملګرې افغان ګل چې له هغې سره په روغتون کې ده، د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د انګېزې روغتيايي حالت اوس ښه دی، د وجود ځينې برخه يې سوځېدلې او پښو يې سخته ضربه لېدلې ده، نن يې عمليات کېږي او ښايي پښې يې قطع شي.))

تر دې مخکې د ننګرهار د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته ويلي وو چې د انګېزې شينوارې پښې د سختې ضربې له امله د عملياتو پر مهال قطع شوې دي.

د انګېزې شينوارې ورور بريالي شينواري پژواک اژانس ته وويل چې اوس د نوموړې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او د فشار تر کنټرولېدو وروسته به يې نن ډاکټران وروستي عمليات وکړي.

بريالي زياته کړه: ((په چاودنه کې د انګېزې شينوارې پښو سخته ضربه لېدلې، ډاکټرانو ويلي چې د وروستيو عملياتو په ترڅ کې به يې پښې قطع کړي، نو وګورو چې څه کېږي.))

د نوموړي په وينا، خور يې د ولس استازې ده، له چا سره دښنمي نه لري او له حکومت څخه هيله لري چې ياده پېښه وڅېړي.

د نويد شينواري په نوم د دې وکيلې د کورنۍ بل غړی وايي: ((حکومت نه هيله لرو چې اول د ورته چاودنو مخنيوی وکړي او دويم دا چې پر اغلې شينوارې دې د شوې چاودنې څرنګوالی افشا کړي چې څوک په کې لاس لري.))

هغه زياته کړه چې په دې پېښه وژل شوى تن فهيم شينواری نومېده او د انګېزې شنوارې د موټر چلوونکی او د خور زوی و.

د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله زمری چې له نوموړې سره په ياد روغتون کې دی، پژواک ته وويل چې د “سردار داود خان” په روغتون کې د ټپي وکيلې ښه درملنه روانه ده، د عملياتو او درمنلې لپاره ورته ټول امکانات تيار شوي دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ولس پر يادې پېښې خواشينى دی او حکومت بايد د هغې جدي څېړنه وکړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل: ((د انګېزې  شينوارې پر ټپي کېدو ډېر خپه يم، هغه ډېره ښه وکيله ده، له ما سره يې يو ځل د چارو په حل کې مرسته کړې، هغې د هر ننګرهاري لپاره منډې ترړې وهلې.))

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي اجمل عمر پژواک اژانس ته وويل: ((موږ په ولايتي شورا کې ۱۹ وکيلان لرو چې څلور په کې ښځينه وکيلانې دي، دا ټول تر دې پېښې وروسته وېرېدلي. زموږ هر وکيل ته د يو ساتونکي د ورکولو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه هغه هم نه دی ورکړل شوی.))

عمر زياته کړه: ((موږ پر دې پېښه خپه شوي يو، حکومت بايد ياده پېښه جدي وڅېړي، ځکه تر اوسه يې وسله والو مخالفينو مسووليت نه دی اخيستی. نو بايد معلومه شي چې دا کار چا کړى دى.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې انکېزه شينوارې يوه فعاله وکيله او ولايتي اداره يې پر ټپي کېدو ډېره خواشينې شوې ده.

عبدالزي زياته کړه چې د ننګرهار والي ټولو امنيتي ادارو ته جدي سپارښتنه کړې چې پر دې وکيلې د شوي بريد څرنګوالی جدي وڅېړي او په کې دخيل کسان د قانون منګلو ته وسپاري.

۳۳ کلنه انګېزه شينوارې د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې د ولايتي شورا په تېره او اوسنۍ دوره کې وکيله ده او تر وکالت مخکې يې د مدنې فعالې او ژورنالېستې په توګه دندې ترسره کړې دي.

بلخوا اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پر انګېزې شينوارې شوې چاودنه غندلې او د هغې پر ټپي کېدا يې خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه نن خپل يو استازى روغتون ته د انګېزې د پوښتنې کولو په موخه هم لېږلى و.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.