ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښايي پاکستان د اسامه په اړه امريکا ته معلومات د معاملې له مخې ورکړي وي”

“ښايي پاکستان د اسامه په اړه امريکا ته معلومات د معاملې له مخې ورکړي وي”

author avatar
11 Feb 2015 - 15:31
“ښايي پاکستان د اسامه په اړه امريکا ته معلومات د معاملې له مخې ورکړي وي”
author avatar
11 Feb 2015 - 15:31

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر ويلي چې ښايي د اسامه بن لادن د ځاى په اړه پاکستاني چارواکو امريکا ته معلومات ورکړي وي.

د القاعدې مشر څلور کاله مخکې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې په ايبټ ښار کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

هغه مهال پاکستاني چارواکو په خپل هېواد کې د اسامه له شتونه انکار کړى و او د هغه تر وژل کېدو وروسته يې ويلي وو چې دوى ته د نوموړي د ځاى په اړه معلومات نه وو.

خو د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پخواني مشر ډګر جنرال اسد دراني له الجزيرې تلوېزيون سره په يوه تازه مرکه کې په ډاګه کړې چې ښايي پاکستاني چارواکو امريکا ته د اسامه د ځاى ځايګي په اړه معلومات ورکړي وي.

نوموړي زياته کړې: ((ښايي په همدغه کال کې چې اسامه ووژل شو، پاکستان هغه ته پناه ورکړي وي.))

د هغه په وينا، د دې امکان هم شته چې د اسامه د کور په اړه معلومات هم پاکستان امريکا ته ورکړي وي.

جنرال اسد دراني د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) هغو څرګندونو ته د شک په سترګه کتلي، چې ګوندې دوى د اسامه تر وژل کېدو پورې د هغه په اړه بې خبره وو.

د نوموړي په ګومان، کېداى شي پاکستان له امريکا سره د اسامه د ځاى په اړه د معلوماتو د ورکولو په اړه کومه معامله کړې وي.

جنرال اسد دراني له ١٩٩٠ زېږديز کال څخه تر ١٩٩٢ زېږديز کاله پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مشر و، تر هغه وروسته نوموړي په جرمني او بيا په سعودي عربستان کې د پاکستان د سفير په توګه دندې ترسره کړې دي.

له الجزيرې سره په ياده مرکه کې جنرال دراني ويلي: ((په يقين سره نه شم  ويلى چې هغه مهال څه شوي وو، کېداى شي اى اېس اى د اسامه په اړه معلومات نه درلودل، خو د دې قوي امکان شته چې هغه معلومات لرل او په يوه مناسب وخت کې يې ښکاره کول غوښتل.))

هغه وړاندې ويلي، مناسب وخت هغه مهال کېداى شي چې د اسامه په څېر د يوه مهم سړي پر سر له امريکا سره تړون يا معامله ترسره شي.

ده زياته کړې: ((د اسامه په څېر سړى څوک هسې مفت امريکا ته نه ورکوي.))

د جنرال دراني په ګومان، امريکا ته د اسامه په اړه معلومات ورکول کېداى شي د يوه تړون او يا معاملې له مخې شوي او دا معامله کېداى شي ((څه ډول د افغانستان مسئله پاى ته ورسېږي؟)) پر موضوع شوې وي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د جنرال دراني د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې امريکايي چارواکو ويلي وو چې د اسامه په اړه معلومات ورته د شکيل افريدي په نوم يوه پاکستاني ډاکټر ورکړي وو.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.