ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو بيې لوړې شوې دي

د تېلو بيې لوړې شوې دي

author avatar
12 Feb 2015 - 17:15
د تېلو بيې لوړې شوې دي
author avatar
12 Feb 2015 - 17:15

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٣): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د بورې بيه راټيټه شوې، خو د تېلو بيې لوړې شوې او اوبلن ګاز د تېرې اونۍ په څېر په بېلابيلو بيو پلورل کېږي.

 د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليتر پټرول تېلو بيې له ٤٠ افغانۍ ٤٢ افغانيو او يو ليتر ډيزل تېل له ٤٣ افغانۍ څخه ٤٤ افغانيو ته لوړ شوي دي.

هغه د تېلو کم واردات د بيو د لوړېدو لامل وباله.

دا په داسې حال کې ده، چې شا وخوا دوه مياشتې وړاندې د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٥٨ افغانۍ او يو ليتر ډيزل بيا په ٥٦ افغانۍ پلورل کېدل، خو په نړيوالو بازارونو کې د بيو په راټيټېدو سره راولوېدل.

خو يو کيلو اوبلن ګاز د تېرې پنجشنبې په څېر له ٣٢ افغانۍ څخه تر ٤٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

د کابل ښار د تايمني د درېيم سړک يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل، چې نن يو کيلو اوبلن ګاز د تېرو اوو ورځو په څېر په ٤٠ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د دغه ښار د پل پاچا سيمې يوه بل اوسېدونکي محمدنادر وويل، چې په دغه سيمه کې يو کيلو ګاز په ٣٢ افغانۍ پلورل کېږي.

د روان کال د ليندۍ مياشتې په وروستيو کې د يوه کيلو اوبلن ګازو بيه، پاکستان ته ګازو د قاچاق له امله له ٥٥ افغانۍ څخه ٧٥ افغانيو لوړه شوې وه، خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له خصوصي سکتور سره د يوې ناستې په ترڅ کې د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ټاکلې وه.

خو په ترکمنستان کې د ګازو بيو راکمېدو او افغانستان ته د ګازو د ډېرو وارداتو له امله يې د مرغومي مياشتې په لومړيو کې د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٤٢ افغانيو ته راټيټه شوه، خو اوس ان ٣٢ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو د کنټرول رياست د کنټرول امر انجنير بريالى رحماني وايي، د اوبلن ګازو بيه د دغه وزارت له لوري له دې امله نه ده ټاکل شوې، چې د ښار په ډېرو سيمو کې په مناسبه بيه پلورل کېږي.

هغه په دې اړه چې د کابل په ډېرو سيمو کې اوس هم يو کيلو ګاز په ٤٢ افغانۍ پلورل کېږي وويل، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د دغه وزارت ټيمونه په دې اړه په بازار کې څېړنه وکړي.

د لرګيو بيو هم بدلون نه دى کړى.

د شهيد څلورلارې د لرګيو يوه پلورونکي خان محمد وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٨٠٠ افغانۍ او د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٦٢٠٠ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو له ډلې يوازې د بورې بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه بورې عمده پلور بيه له ١٦٤٠ افغانۍ څخه ١٥٤٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

هغه وويل، چې د بورې بيه په نړيوالو بازارونو کې د راټيټېدو له امله رالوېدلې ده.

خو هغه زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٢٤ کيلوګرامه سيله وريژو عمده پلور بيه ١٥٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه ١٢٥٠ افغانۍ، شپاړلس ليټره مومن غوړي ١٠٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چى په ١٨٠ افغانۍ دى.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه هټۍ وال وويل، چې نن د ٢٤ کيلوګرامه سيله وريژو پرچون پلور بيه ١٩٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه ١٣٦٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٧٥٠ افغانۍ، ١٦ ليټره مومن غوړي ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٥٠ افغانۍ او يو کيلو شين چاى په ٢٤٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بيې هم له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل د تيمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده د زرګرۍ مالک محمد فواد وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ګرام روسي سرو زرو بيه ١٦٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٥٠ افغانۍ ده.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧، ٤٠ افغانۍ او د زرو پاکستان کلدارو ارزښت ٥٦٤ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٥ افغانۍ و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.