ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د شپږو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

خوست کې د شپږو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
14 Feb 2015 - 15:47
خوست کې د شپږو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
14 Feb 2015 - 15:47

خوست ښار (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): د خوست ښار اړوند د متون د خوړ په اوږدو کې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره د شپږو سربندونو او استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د سلواغې په ٢٥مه د دغو پروژو د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې پر دغو سربندونو او استنادي دېوالونو ۶۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې نړيوال بانک يې ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((د بيارغونې د دغو شپږو پروژو په جوړېدو سره به د متون د خوړ دواړو غاړو ته پرته څه باندې يوولسو زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او حاصلات به يې زيات شي.))

نعيمي وويل چې تر دې مخکې د سيمې ځمکو د خړوبولو لپاره کافي اوبه نه لرلې چې له امله يې کله ناکله د اوبو د نشتوالي له امله ځينې ځمکې شنډې پاتې کېدې.

والي وايي: ((زموږ تلاش دا دی چې د خلکو اړتياوې او لومړيتوبونه په ښه شکل سره راټول او له اړوندو وزارتونو او ادارو سره يې شريک او پلي کړو.))

د متون سيمې يوه قومي مشر مدير شريف الله پژواک اژانس ته وويل  چې د دغو سربندونو په جوړېدو سره به په وخت سره د کرنيزو ځمکو د خړوبولو تر څنګ په کرنيزو محصولاتو کې هم زياتوالی راشي.

هغه زياته کړه: ((مخکې له دې د متون سيمې خلکو به د حشر له لارې په خوړ کې کوچني سربندونه جوړول، خو کله به چې سېلاب راغی، نو هغه به يې له ځان سره يوړل.))

يو بل قومي مشر حاجي رسول محمد تڼي پژواک اژانس ته وويل چې د بيارغونې د دغو پروژو په پلې کېدو سره زرګونو کورنيو ته ګته رسېږي او پر اقتصاد يې مستقيم مثبت اغېز کوي.

قومي مشر تڼي زياته کړه: ((موږ له ولايتي ادارې سره خپله پوره همکاري لرو. زموږ غوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې هم دغه ولايت ته هغه پروژې را ولېږدوي چې ګټه يې عامو خلکو ته ګټه رسېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د خوست په اسماعيل خېلو ولسوالۍ کې د نړيوال بانک له لوري د ۱۱ ميليونو افغانيو په مالي لګښت د يوه سربند د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.