ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو يو افسر او دوه طالب قوماندانان وژل شوي

د پوليسو يو افسر او دوه طالب قوماندانان وژل شوي

author avatar
14 Feb 2015 - 19:48
د پوليسو يو افسر او دوه طالب قوماندانان وژل شوي
author avatar
14 Feb 2015 - 19:48

ميدانښار، جلال اباد (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو کې دوه طالب قوماندانان او د پوليسو يو افسر وژل شوي دي.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوال حضرت خان خاکسار د سلواغې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې، نن سهار امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ په ٢٧ مه وياله سيمه کې عمليات پيل کړي وو، چې ٦ ساعته يې دوام وکړ.

هغه زياته کړه، چې د دې عملياتو پر مهال د ملا نصرت او ملا منصور په نومونو دوه مهم ځايي طالب قوماندانان ووژل شول او دوه شکمن کسان ژوندي نيول شوي دي.

د ولسوال په وينا، د وژل شويو طالب قوماندانانو جسدونه يې هم ترلاسه کړي او په دې جګړه کې دولتي ځواکونو زيان نه دى اوښتى.

بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې د يوې چاودنې له امله د پوليسو يو افسر وژل شوى او بل ټپي دى.

د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک اژانس ته وويل چې پېښه نن تر  غرمې وروسته د نرخ ولسوالۍ په پولاد خان سيمه کې رامنځته شوې وه.

ده زياته کړه چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د سړک تر غاړې ماين ځای پر ځای شوی و، چې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې ده.

خوږياڼی وايي، په دغه پېښه کې د نرخ ولسوالۍ د جنايي مديريت مرستيال وژل شوی او يو بل پوليس افسر ټپي شوی دی.

هغه د ټپي شوي افسر روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.