ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګ: اقتصادي وده د فراه ثبات او امنيت تضمينولى شي

ننګ: اقتصادي وده د فراه ثبات او امنيت تضمينولى شي

author avatar
14 Feb 2015 - 12:06
ننګ: اقتصادي وده د فراه ثبات او امنيت تضمينولى شي
author avatar
14 Feb 2015 - 12:06

فراه (پژواک، ٢٥ سلواغه۹۳):د فراه نوی والی وايي، د دغه ولايت پخوانيو واليانو په بېځايه کړنو وخت تېر کړى، خو دى د فراه د اقتصادي ودې او ثبات لپاره پلانونه لري او د پلي کېدو لپاره به يې هڅې وکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانى مرستيال محمداصف ننګ په دې وروستيو کې د فراه د والي په توګه ټاکل شوى او د سلواغې په اتمه يې د والي په توګه کار پيل کړى دى.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: “فراه يو وخت فراداتا نومېده، ښه ښېرازه او با اهميته سيمه وه، د ورېښمو د لارې تقاطع سيمه وه، د نيمروز ولايت او د هرات شينډنډ ولسوالي هم د فراه اړوند وه. “

ده زياته کړه، خو په تاسف سره چې فراه ډېر وروسته پاتې شوې؛ علت يې دا دى چې دلته کوم حاکمان او واليان چې تېر شوي، صادقانه او د پلان مطابق يې کار نه دی کړی.

ننګ پر ته له دې چې د چا نوم واخلي زياتوي: “ما د فراه په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي؛ ستونزه دا ده چې تېرو واليانو خپل ۷۰ تر ۹۰ سلنه وخت پر بېځايو غوڼدو او ليدنو، کتنو تېر کړی او پلان او برنامه يې نه لرله. “

هغه وايي چې دى به خپل ۶۵ سلنه وخت پر پلان جوړونې ولګوي او د لويو پروګرامونو پر ډېزاين به کار وکړي.

ننګ وويل چې دى په سياسي اقتصاد کې تخصص لري او پوهېږي چې که په دغه ولايت کې اقتصادي او پراختيايي پروګرامونه پلي شي، نو تر بل هر څه به د دغه ولايت د سولې او ثبات لپاره هم ګټور تمام شي.

د ده په اند، په فراه کې خلک د لوږې، فقر او بېکارۍ له امله د دولت پر ضد جګړه کوي او کوکنار کري.

ننګ وويل چې که دولت د فراه خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او د دغه ولايت پراختيا ته پاملرنه وشي، د فراه لويې ستونزې به حل شي.

هغه وايي چې د لمريزې، بادي او له ايرانه د وارداتي برېښنا له لارې د برېښنا د ستونزې حل، د فراه د مهمو لارو په ځانګړې ډول د مرکز او ولسواليو تر منځ د لارو جوړول او کرنې ته وده ورکول، د ده له کاري لومړيتوبونو دي.

ده وويل چې دغه ولايت پراخې ځمکې لري، خو د بېلابېلو ستونزو له امله ورڅخه لکه څنګه چې ښايي هسې ګټه نه ده اخيستل شوې؛ نو ځکه بايد په دې برخه کې پانګونه وشي.

د والي په وينا، هڅه به وکړي چې د فراه پراخې ځمکې د اوږدمهاله تړونونو له مخې سوداګرو ته ورکړل شي؛ دولت کروندګرو ته د پروسس فابريکې جوړې کړې، کرنيزو محصولاتو ته سړې خونې جوړې شي او په هېواد کې دننه او بهر بازار ورته وموندل شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، هڅه به وکړي چې له کرنيزو محصولاتو د ملاتړ په موخه د ايران او پاکستان د کرنيزو وارداتي توکو تعرفې لوړې شي.

د ننګ په وينا، په فراه کې د اوبو د کمښت ستونزې د له منځه وړو لپاره به د بخش اباد بند د جوړېدو لپاره اړينې هڅې وکړي.

دى وايي چې د دغه بند ځيني ابتدايي کارونه شوي او دى به يې د چټکولو لپاره کار وکړي.

ده وويل: “که سياسي مخالفتونه ډېر افت رامنځته نه کړي، د بخش اباد اساسي کارونه به زما په وخت کې ترسره شي.”

ننګ، د سياسي مخالفتونو په اړه وضاحت ورنه کړ.

ټاکل شوې چې د بخش اباد بند د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه رود پر سيند جوړ شي.

د لومړي ځل لپاره د دغه بند سروې د محمدداوود د واکمنۍ پر مهال وشوه، بيا دغه سروې په ١٣٨٧ کال کې پيل شوه، خو بشپړه نه شوه او درېيم ځل تېر کال د دغه بند د سروې تړون له يوې پاکستانۍ کمپنۍ “نيسپاک” سره وشو خو تر اوسه يې چارې نه دې پيل شوې.

ننګ وايي: “پر بخش اباد سربېره په فراه کې ۱۵ تر شلو نور د اوبو کوچني بندونه هم شته چې جوړول يې زموږ په توان کې دي او ډېر به ګټور وي.”

محمد اصف ننګ وويل: “موږ به د يوه فعال اقتصادي رقابت لپاره د سوداګرو لپاره حمايوي سياست رامنځته کړو، تر څو د نور ولايتونو سوداګر په فراه کې پانګونې ته تشويق شی.”

هغه وويل هڅه کوي چې د فراه د خلکو ارمانونه په پلان کې شامل کړي، تر څو د پوره کولو لپاره يې عملي ګامونه پورته شي او د فراه د خلکو ستونزې حل شي.

ننګ وايي چې د ده د پلانونو په عملي کولو کې به ٣٠ سلنه رسمي حکومتولي او ٧٠ سلنه د فراه سوداګر، عام خلک، مدني ټولنې او نور بنسټونه ونډه ولري، خو دولت به ورته اسانتياوې برابروي.

ده وويل چې له سوداګرو سره يې اړيکې نيولې تر څو په فراه کې په هوټلونو، فابريکو او نور برخو کې پانګونه وکړي.

ده زياته کړه: ” موږ به لکه تېر ځيني نور واليان د سوداګرو جېبونه نه وهو،که په هر ځای کې د دولتي کارکوونکي له خوا له سوداګرو پيسې وغوښتل شوې، ما ته دې يواځې يو پيغام راکړي، بيا زه عاجل اقدام کوم.”

هغه وايي چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره به اداري اصلاحاتو ته هم ډېره پاملرنه وکړي.

د ده په وينا، په ګمرک کې د فساد د مخنيوي په موخه به د فراه په مرکز کې د سوداګريزو توکو د کنټرول لپاره هم تله جوړه کړي.

هغه وويل چې په فراه کې به د ژورنالېزم د ودې لپاره “پرېس کلب” او د سوداګرو په مرسته يو تعاوني صندوق جوړ کړي.

ننګ په فراه کې د “داعش” ډلې د شتون به اړه وويل: “داعش په فراه کې د تشويش وړ نه دى، موږ کاملاً ورته چمتو يو او له منځه به يوړل شي.”

دا په داسې حال کې ده چې په تېرې مرغومي مياشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې د “داعش” ډلې د فراه د خاکسفېد ولسوالۍ “ساجي” غره ته څېرمه په مزار کلا سيمه کې کمپ جوړ کړى دى.

د فراه نوی والی محمداصف ننګ په داسې حال کې څو ورځې وړاندې يواځې د فراه په ښار کې ګرځېده او له هټيو يې توکي اخيستل چې په دې وروستيو کلونو کې به د دغه ولايت پخواني واليان پرته له ساتونکو او امنيتي تدابيرو په ښار کې نه شواى ګرځېدلاى.

ننګ په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: “دا زما عادت دى، زه غواړم د خلکو په منځ کې و اوسم، زه خوښوم چې بازار کې شور نخود وخورم؛ له دې څخه ډېر خوند اخلم. “

محمداصف ننګ ٤١ کاله عمر لري، د پکتيکا ولايت اصلي اوسېدونکى دى، لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې د کابل په عمراخان او حبيبيه لېسو کې سر ته رسولې دي.

ننګ د ځينو نورو زده کړو تر څنګ د اسلام اباد د “الفريديه” په عالي انستيتوت کې د شرعي علومو په برخه کې څلور کاله زده کړې او د سعودي عربستان د “ام القرى” پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ شوى دى.

د انټرنيوز انټرنېشنل موسسې په چوكاټ كې د پاكستان او افغانستان لپاره د راډيويي پروگرامونو (PACT ) كورديناتور، د كاناډا د كلګري پوهنتون لپاره د افغاني مېرمنو د ژوند په اړه د څېړونكي، په پارلماني چارو كې د افغانستان د دولت د وزارت وياند او مطبوعاتي مسوول، د وزيرانو په شورا كې د تحرير غړى، د پوهنې وزارت د وياند او عامه اړيکو رييس او د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو د رييس او د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرستيال وزير په توګه دندې ترسره کړې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.