کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): ولسمشر اشرف غني په اسټراليا کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې له غړو سره د ټيلېفوني اړيکې پر مهال هغوى وهڅول چې په لوړ مورال په نړيوال جام کې ولوبېږي.
له ارګه د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له غړو سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني په دې ټيلېفوني خبرو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي وهڅول چې د نړيوال جام په سياليو کې په لوړ مورال لوبې وکړي او د تل په څېر د کرکټ په ډګر کې افغانستان ته ستر وياړ او بريا ور په برخه کړي.
سرچينې زياته کړې، دغه راز ولسمشر د يوې جلا ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې په اسټراليا کې د افغانستان سفير نصيراحمد اندېشه ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې ته په دغه هېواد کې د سياليو پر مهال لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ نن په اسټراليا او نيوزيلينډ کې هم مهاله پيل شوې چې په کې د نړۍ ١٤ پياوړو لوبډلو برخه اخيستې ده.
افغانستان د دغو سياليو په الف ګروپ کې دى چې د افغانستان تر څنګ په دغه ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، سريلانکا، نيوزيلينډ، بنګله دېش او د سکاټلينډ لوبډلې شاملې دي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ٢٩مه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن