ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انګېزه شينوارې خاورو ته وسپارل شوه

انګېزه شينوارې خاورو ته وسپارل شوه

author avatar
16 Feb 2015 - 16:15
انګېزه شينوارې خاورو ته وسپارل شوه
author avatar
16 Feb 2015 - 16:15

جلال اباد (پژواک ،۲۷ سلواغه ۹۳): د ننګرهار د ولايتي شورا مړه شوې وکيله انګېزه شينوارې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شوه، چې د ننګرهار سرپرست والي او د ولايتي شورا وکيلانو د هغې په درملنه کې حکومت په بې غورۍ تورن کړ.

انګېزه شينوارې د سلواغې په ۲۱مه  په جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې  پېښه کې ټپي شوه، چې له لومړنۍ درملنې وروسته د کابل د “سردار محمد داوودخان” روغتون ته يوړل شوه او تېره شپه په دوولسو بجو يې په روغتون کې ساه ورکړه .

چارواکو ويلي وو دا پېښه د نوموړې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وه، چې موټر چلوونکی يې په کې وژل شوی و  او د “بي بي حوا لېسې” پنځه زده کوونکې هم په کې ټپيانې شوې وې.

د انګېزې جسد د سلواغې په ۲۷مه جلال اباد ښار ته راوړل شو او د شېرزي په لوبغالي کې يې د جنازې مراسم ترسره شول ، چې د ننګرهار پر سرپرست والي سربېره په کې د ولايتي شورا غړو او يو شمېر ځايي خلکو برخه لرله.

د ننګرهار سرپرست والي د نوموړې د جنازې د مراسمو په څنډه کې وويل : (( په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د خدای بښلې انګيزې په درملنه کې د مور ميرې چلند شوی ، زه پر دې سلوک ناخوښه يم او په دې تړاو به له حکومت سره خبرې وکړم.))

نوموړې انګيزه شينوارې مبارزه وکيله وبلله او د هغې په مړينه يې خواشيني څرګنده کړه.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري وويل : (( انګېزې شينوارې د حکومت د بې غورۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه.ولسمشر او اجراييه رييس يې نه پوښتنه وکړه او نه يې د درمنلې لپاره لارې چارې ولټولې. تر دې چې موږ ته يې دا زمينه برابره نه کړه څو  بګرام او يا مو هند ته د درمنلې لپاره لېږدولې وای.))

نوموړي وويل چې ولسمشر او اجراييه رييس د ټاکنو پر مهال د ختيځو ولايتونو له خلکو سره ډېرې ژمنې کړي خو اوس يې دغه خلک له پامه غورځولي دي.

د ولايتي شورا بل غړي اسرار الله مراد په  دې مراسمو کې  په تونده لهجه وويل : (( ولسمشر به ويل، هېځ افغان له هيڅ افغان څخه کم نه دی ، خو داسې يې ونه کړل، د نورو ولايتونو خلک د معمولي درملنې لپاره بهر ته لېږي او په خپله يې پوښتنې ته ورځي، خو په تېرو شپږو ورځو کې چې انکېزه په کابل کې بستر وه نه يې پوښتنې ته راغی او نه يې د هغې د درمنلې سپارښتنه وکړه.))

په ننګرهار کې د بشري حقونو د کمېسيون رييسې صبرينا حميدي پژواک ته وويل چې د انګيزې مړينه ضايعه ده او حکومت بايد د دغسې پېښو مخنيوی وکړي.

نوموړې وويل چې حکومت بايد د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو امنيت خوندي کړي.

د ننګرهار امينه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د جنازې تر مراسمو وروسته پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې پر انګېزې شينوارې د شوې چاودنې په تړاو يې څېړنې رواني دي.

هغه زياته کړه، چې په ننګرهار کې يې د دې ډول ډېرو پېښو مخنيوی کړی او تر دې وروسته به هم د ممکنه پېښو د مخنيوي هڅې وکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.