ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ميرويس روغتون کې د ايکسرې او لابراتوار  درېيمه څانګه پرانيستل شوه

د کندهار ميرويس روغتون کې د ايکسرې او لابراتوار درېيمه څانګه پرانيستل شوه

author avatar
16 Feb 2015 - 16:57
د کندهار ميرويس روغتون کې د ايکسرې او لابراتوار  درېيمه څانګه پرانيستل شوه
author avatar
16 Feb 2015 - 16:57

کندهار (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٣): د کندهار په ميرويس روغتون کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې په مالي لګښت د ايکسرې او لابراتوار يوه بله څانګه پرانيستل شوه.

د پرانيستې په مراسمو کې د ميرويس روغتون مسوول ډاکټر داوود فرهاد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې روغتون کې د ايکسرې او لابراتوار د دوو څانګو تر څنګ درېيمه څانګه هم پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه، ميرويس حوزوي روغتون ته د سوېلي زون په کچه ناروغان او د جګړې ټپيان د درملنې لپاره راوړل کېږي، چې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله د ايکسرې او لابراتوار يوې بلې څانګې ته هم اړتيا ليدل کېدله.

د نوموړي په وينا، د ايکسرې او لابراتوار څانګې پر ودانۍ او مشينرۍ ټولټال ١٥٥زره ډالر لګښت راغلى، چې د سره صليب د نړيوالې کمېټې له خوا ورکړل شوى دى.

ده وويل، د يادې شوې څانګې په جوړېدو سره به اوس د ناروغانو د درملنې چارې چټکې شي او د وخت د ضايع کېدو مخنيوى به وشي.

د ماشومانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا هم وويل، چې په ياد روغتون کې د ايکسرې او لابراتوار د يوې بلې څانګې په پرانيستل کېدو سره به د ناروغانو د ناروغيو د تشخيص چارې هم اسانه او هم ګړندۍ شي.

دا وايي، هره ورځ تر دوه سوه زيات ناروغان د وينې د معايناتو او د ايکسرې اخيستلو لپاره د اکسرې او لابراتوار څانګو ته مراجعه کوي.

د ميرويس روغتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې، له دې روغتون سره نړيوال سره صليب هر کال ٣ ميليونه ډالر مرسته کوي.

ميرويس روغتون د سوېلي حوزې په کچه فعاليت کوي، چې هره ورځ ورته د جګړې او ترافيکي پېښو د ټپيانو تر څنګ، داخله، نسايي ولادي او نور ناروغان هم راوړل کېږي.

په عادي حالت کې په دغه روغتون کې د ٣٨٠ په شاوخوا کې ناروغان بستر وي، خو په بېړنيو کې حالاتو کې يې شمېر تر ٤٥٠ تنو پورې رسېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.