ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود : په نړيوال جام کې ګډون د افغانستان لپاره لوى وياړ دى

مسعود : په نړيوال جام کې ګډون د افغانستان لپاره لوى وياړ دى

author avatar
16 Feb 2015 - 14:40
مسعود : په نړيوال جام کې ګډون د افغانستان لپاره لوى وياړ دى
author avatar
16 Feb 2015 - 14:40

کابل ( پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣ ) : د افغانستان کرکـټ بورډ پخوانى عمومي رييس شهزاده مسعود وايي چې د کرکټ په نړيوال جام کې ګډون هم  د افغانستان لپاره ستر وياړ دى.

افغانستان د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره موندلې، چې څو ورځې مخکې په استراليا او نيوزيلينډ کې پيل شوى دى.

د کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس شهزاده مسعود وايي چې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په ډېر کم وخت او لږو امکاناتو لرلو سره يې نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان لوبغاړي ښې وړتياوې لري او په کمه موده کې يې دا ثابته کړې، ده چې د نړۍ هرې لوبډلې سره ښه لوبه کولى شي.

مسعود څو ورځې مخکې له هندوستان سره د افغانستان د ملي لوبـډلې لوبې ته په اشارې   وويل چې افغان لوبغاړو په دې لوبه کې له ځانه ښه وړتيا وښوده.

دى وايي : (( هندوستان له تېرو سلو کلونو راهيسې کرکټ کوي او د لوبې ټول عصري وسايل او اسانتياوې لري، خو افغانانو له تېرو لسو کلونو راهيسې په سيمه ييزه او نړيواله کچه کرکټ ته مخه کړې او په کم وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري.))

د کرکـټ بورډ دغه پخواني چارواکي وويل چې په نړيوال جام کې يواځې د افغانستان د ملي لوبـډلې ګډون هم  لويه خبره او لوى وياړ دى .

د شهزاده مسعود په وينا، د افغانستان ملي بيرغ به ددې سياليو پر مهال د ١٣ نورو پياوړو لوبډلو سره يو ځاى په نړيوالو ميدانونو کې ورپيږي او د افغانستان نوم به ورسره روښانه شي.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان د کرکـټ ملي لوبـډله به د نړيوال جام په سياليو کې ښه وځليږي او خپل هېواد ته  به نور وياړونه راوړي.

د کرکټ د نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٢٥مه، په استراليا او نيوزيلينډ کې پيل شوې دي، چې په کې د نړۍ ١٤ پياوړو لوبډلو برخه اخيستې ده.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ٢٩مه، له بنګله دېش سره ترسره کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.