ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د معياري لارو چارو زده کړې د بڼوالو عايد زيات کړي

د معياري لارو چارو زده کړې د بڼوالو عايد زيات کړي

author avatar
17 Feb 2015 - 18:14
د معياري لارو چارو زده کړې د بڼوالو عايد زيات کړي
author avatar
17 Feb 2015 - 18:14

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٣): د هېواد په شمال ختيځ کې يو شمېر بزګر چې د بڼوالۍ معياري لارې چارې يې زده کړې وايي، چې له دغو لارو چارو څخه په ګټې يې د باغونو عوايد څو برابره زيات  شوي دي.

 د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) چارواکو د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٨ زېږديز کال راهيسې د هېواد په شمال ختيځ زون کې د يادې پروژې له لارې، له ١٥ څخه تر ٢٥  کسانو پورې ٦٢٦ ګروپونو ته له نباتي ناروغيو او افتونو سره د مبارزې معياري لارې چارې ور زده کړل شوې دي.

 همدارنګه د هغوى د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې له لارې د هېواد په شمال ختيځ زون کې د ١٣ زره جريبه ځمکې د باغونو په رامنځته کولو کې اړينې مرستې شوې دي.

 يو شمېر بڼوال، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خدمتونو د ستاينې ترڅنګ د بڼوالۍ په برخه کې د يادې پروژې د فعاليتونو د پراختيا غوښتنه کوي.

 د بغلان ولايت مرکز د ډنډ غوري اوسېدونکي عبدالغفار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې پروژې له لارې يې د کرنيزو افتونو د مخنيوي، اوبو لګونې او د نيالګيو ايښودلو او د څانګو پرې کولو په برخو کې زده کړې تر لاسه کړې دي.

 هغه په دغه روزنيز پروګرام کې له ګډون خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې له دغو زده کړو څخه په ګټې، د هغه د بادامو او الو له درې جريبه ځمکې څخه د شا وخوا سل زرو افغانيو عوايد اوسمهال پنځه سوه زره افغانيو ته لوړ شوي دي.

 هغه زياته کړه: ” پخوا د څانګو پرې کولو طريقه، د نهال لګونې څرنګوالى، دوا شيندلو او د بڼوالۍ په نورو لارو چارو نه پوهېدو، زموږ د باغ عايد هم کم و، خو اوسمهال له معياري لارو ګټه اخلو او د کورنۍ اړتياوې مو له همدې درې جريبه ځمکې پوره کېږي.”

 د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د قزاق کلي اوسېدونکي محمد الله چې په دغه پروګرام کې يې ګډون کړى وويل، چې د ناروغيو او نباتي افتونو د مخنيوي، د څانګو پرې کولو او نورو برخو کې يې اړينې زده کړې تر لاسه کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې له تېرو دوه کلونو راهيسې يې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې په چوکاټ کې   په بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو کې ګډون کړى دى.

 هغه زياته کړه، چې په نهه جريبه ځمکه کې انګور، زردالو، شفتالو او الو لري، چې له نويو زده کړو او لارو چارو څخه په ګټې، د دغو باغونو عايد له دوه برابره لوړ شوي او د باغ د ميوې کيفيت هم ښه شوى دى.

 هغه د بېلګې په ډول وويل، چې پخوا به يې بازار ته شاوخوا څلوېښت کارتنه انګور وړاندې کول، خو سږ کال دغه شمېره ٩٠ کارتنونو ته لوړه شوې ده.

 همدارنګه محمدالله څرګنده کړه، چې د ميوې کيفيت هم ښه شوى دى.

 د هغه په وينا،ده به پخوا د انګورو يو کارتن له ١٠٠ افغانيو څخه تر ١٥٠ افغانيو پورې پلوره، خو سږ کال يې يو کارتن له ٣٠٠ څخه تر ٨٠٠ افغانيو پورې پلورلى دى.

 د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملاخېل خليلي کلي اوسېدونکي محمدعلي ملاخېل هم وويل، چې له ٢٠٠٩ زېږديز کال راهيسې يې د بڼوالۍ د اړينو روزنو په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون کړى دى.

 نوموړي چې په خپله ٨ جريبه ځمکه کې د بادامو او انګورو باغ لري، زياته کړه: ” د بڼ لورنکو روزنيز پروګرام يو مهم پروګرام دى او له خلکو سره يې زياته مرسته کړې ده.”

 

نوموړي زياته کړه، چې د دغه پروګرام له لارې بزګرانو لپاره د روزنې ترڅنګ هغوى ته پيوندي نيالګي هم وېشل شوي چې سل په سلو کې يې د ميوې کيفيت او کميت ته بدلون ورکړى دى.

 هغه وويل: ” له دې وړاندې موږ له يوه جريب ځمکې لس منه بادام تر لاسه کول، خو اوسمهال دغه اندازه له ٢٠ څخه تر ٢٥ پورې لوړه شوې ده.”

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې پخوا به يې هر کال ٢٠ زره افغانۍ عوايد تر لاسه کول وويل، چې دغه کچه اوسمهال پنځوس زره افغانيو ته رسېدلې ده.

د يادو درېيو سرچينو وړانديز دا دى چې دغه پروګرام ته نوره هم پراختيا ورکړل شي.

 محمدعلي ملاخېل وويل، چې دغه روزنيز پروګرام ته دې د ولايتونو له مرکزونو ولسواليو ته پراختيا ورکړل شي.

 همدارنګه هغه وړانديز وکړ، چې له بزګرانو سره دې د درملو او کيمياوي سرې په برخه کې هم مرسته وشي.

شمال ختيځ زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) همغږي کوونکي انجنير محمدغلام ملاخېل وويل، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د بڼ لرونکو لپاره د معياري روزنو ترڅنګ له افتونو او ناروغيو په ځانګړي ډول له قارچي او سپږو ناروغيو سره د مبارزې په ډګر کې د هغو وسايل هم يو شمېر بزګرانو ته ورکړل شوي او دغه بزګران اړ دي چې په دې اړه د  ترلاسه کړې روزنې زده کړې له نورو سره هم شريکې کړي.

 د هغه په وينا، يو شمېر وسايل لکه د درملو شيندنې ماشين، پلاستيکي تشت، حشره ګير، د ناروغيو د تشخيص لينز، د ونو د څانګو پرې کولو لپاره قيچي، د خربوزو لپاره ساتونکې کڅوړې، د بڼوالو ساتونکې خولۍ په دغه روزنيزه پروژه کې وېشل شوې دي.

 ده  څرګنده کړه، چې د دغې پروژې له لارې د قارچ وژونکې، سپږو وژونکې، نيل توتيا، ژمني غوړي، سپينه سره، شړشم ، چونه او نور درمل هم يو شمېر بزګرانو ته ورکول کېږي.

 د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې د معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام د بڼوالۍ برخه د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې فعاليت لري، خو ټاکل شوې چې دغه پروګرام راتلونکى کال په درېيو نورو ولايتونو (غزني، خوست او بادغيس) کې هم خپل فعاليت پيل کړي.

 خو د هغه په وينا، د دغې پروژې د مالدارۍ څانګه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې فعاله ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.