ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال د رغولو چارې پيل شوې

د ننګرهار کانال د رغولو چارې پيل شوې

author avatar
17 Feb 2015 - 17:59
د ننګرهار کانال د رغولو چارې پيل شوې
author avatar
17 Feb 2015 - 17:59

جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۳): د ننګرهار کانال د ۲۵زره هکتاره ځمکې د خړوبولو پروژې د بيا رغولو چارې پيل او د لبنياتو د پروسس فابريکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغو پروژو د ليدنې او پرانيستې په مراسمو کې د کرنې او اقتصاد وزارتونو سرپرستان د سلواغې په ٢٨مه ننګرهار ولايت ته راغلي وو او يادې پروژې يې د هېواد په کچه ګټورې وبللې.

د کرنې وزارت سرپرست سليم خان کندوزي په دغو مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار کانال د بيارغونې پروژه چې د اسيا پرمختيايي بانک د څه باندې  ۱۶ ميليونه ډالرو په مرسته تر سره کيږي  د ۲۵زره هکتاره ځمکې او باغونو د خړوبولو لپاره به زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه چې په دې پروژه کې د ۶۰ ساختمانونو بيارغونه، د عمومي کانال پاکول، د اوبو د تنظيم وسايل، د اوبو د تنظيم دروازو بدلول او په ځينو ساحو کې د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي چې د درېيو کلونو په موده  کې به بشپړه شي.

د کرنې وزارت سرپرست وويل چې د دې پروژې له پيسو به د کانال پر ځمکه د ستروسو ځينې باغونه هم کېږدي.

د کندوزي په خبره: ((د ننګرهار کانال د سيمې په کچه حياتي پروژه ده چې ۷۰ کيلومتره اوږدوالی لري او حکومت به هڅه وکړي چې دا پروژه خپل پخواني حالت ته ستنه شي.))

د ننګرهار سرپرست والي عطاءالله لودين وويل چې د ننګرهار کانال پروژه د ستروسو او زيتونو باغونه لري او هيله ده چې اړوندې ادارې د دې پروژې لپاره پاملرنه ډېره کړي.

لودين د کرنې له سرپرست وزيره غوښتنه وکړه چې دغه پروژه يو ځل بيا خپل هغه پخواني حالت ته ورسوي چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته به يې حاصلات وړل کېدل .

د سرخرود ولسوالۍ اړوند د ظلم اباد سيمې اوسېدونکي مومن پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې د کانال رياست لوی نهر تېر شوی چې د ځايي خلکو په لسګونه جريبه ځمکې يې وړې او د شته کورونو لپاره هم ګواښ دی.

هغه زياته کړه چې څه موده وړاندې د دغه نهر د جوړېدو چارې پيل شوې وې خو بيا په ټپه ودرېدې او اوس چې بيا دلته کار پيل شوی نو هيله لري، دا چارې دوام پيدا کړي.

بلخوا د لومړي ځل لپاره په ننګرهار ولايت کې د “ختيځ” لبنياتو د پروسس فابريکې پر فعاليت پيل وکړ چې د ورځې به لس زره لېتره لبنيات بازار ته وړاندې کوي.

د کرنې وزارت سرپرست د دې فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې رسنيو ته وويل چې دا فابريکه د اسيا پرمختيايي بانک د ۶ ميليونه ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې چې بازار ته به شيدې، مستې، پنير، ايسکريم، پيروی او شړومبې وړاندې کوي.

د ننګرهار سرپرست والي عطاالله لودين پژواک ته وويل، دې فابريکې ته د شپږو ولسواليو له مالدارانو شيدې پېرل کېږي او بيا دلته پروسس کېږي.

هغه دا فابريکه د ننګرهار ولايت د اقتصادي پياوړتيا سربېره د مالدارانو لپاره د ګټې وټې ښه سرچينه وبلله.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست مزمل شينواري په دغو مراسمو کې وويل چې د ننګرهار د ختيځ لبنياتو فابريکه د اقتصادي ګټو ترڅنګ معياري لبنيات ولس ته عرضه کوي او هېواد ته به د نورو بې کيفيته لبنياتو د واردولو مخنيوی وکړي.

د نوموړي په وينا، حکومت د دغسې فابريکو د پياوړتيا لپاره  مالي تعرفې راښکته کړي او هڅه به دا وشي، چې له بهرنيو لبنياتو سره د ښه رقابت لپاره د هغوى ګمرکي تعرفې لوړې کړي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی ګل ملوک وايي چې ياده فابريکه کې د مالدارانو د اتحاديې د غړي په صفت کار کوي ، د دې ولسوالۍ شيدې له مالدارنو راټولوي او فابريکې ته يې د پروسس لپاره راوړي.

هغه زياته: ((پخوا به مالدارانو په کلي کې په هټيوالو مستې پلورلې؛ خو په محلي او ولايتي کچه داسې بازار نه وو، چې خپلې شيدې او مستې مو په کې پلورلې وای، اوس دا فابريکه جوړه شوه، موږ ورته شيدې راوړو دلته پروسس کېږي او بازار ته تر عرضه کولو وروسته يې ګټه زموږ  لاسته راځي.))

بلخوا د دې فابريکې امر ډاکټر عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې ۱۵۰۰ کسان دغه مرکز ته شيدې  راوړي او تر پروسس وروسته به په ښه بيه پلورل کېږي.

نوموړی وايي: ((دوه زره کسانو نور هم ثبت نام کړی او غواړي چې  دغه مرکز ته شيدې راوړي، وروسته دغه پروسه نورو ساحو ته هم غځوو چې د خلکو لپاره د عايد يوه ښه سرچينه شي.))

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.