ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نبي: زموږ لومړى سيال بنګله دېش به تر فشار لاندې وي

نبي: زموږ لومړى سيال بنګله دېش به تر فشار لاندې وي

author avatar
17 Feb 2015 - 13:03
نبي: زموږ لومړى سيال بنګله دېش به تر فشار لاندې وي
author avatar
17 Feb 2015 - 13:03

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٣): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې لوبـډلمشر محمدنبي عيسى خېل وايي چې د نړيوال جام د لومړۍ لوبې سياله لوبډله بنګله دېش به تر فشار لاندې وي.

د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ چې د سلواغې په ٢٥مه پيل شوې، ټاکل شوې چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه سبا (د سلواغې ٢٩مه) د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د ملي لوبـډلې لوبـډلمشر محمد نبي عيسى خېل او مشر روزونکي انډي مولز نن د سلواغې په ٢٨مه د اسټراليا په پلازمېنه کينبرا ښار کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د سبانۍ لوبې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

نړيوال جام ته د لارموندنې په اړه نبي عيسى خېل وايي چې دا د افغانستان ټول ولس او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته يوه ډالۍ وه.

هغه زياته کړه چې د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو روغتيايي حالت ښه دى او سبا به د لوبې ميدان ته له ملي روحيې او لوړ مورال سره ور ودانګي.

نبي عيسى خېل وويل چې په سبانۍ لوبه کې به د بنګله دېش لوبـډله تر فشار لاندې وي او دوى به هڅه کوي چې يو ځل بيا دې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ هغوى ته په خپل کور کې ماتې ورکړې وه، موږ به په ارام ذهن او پرته له کوم فشار څخه په نورماله توګه خپله لوبه ترسره کوو.))

د يادونې ده، څو مياشتې مخکې د يوه ورځني کرکټ د اسيايي سياليو پر مهال افغانستان بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اولې درجې دريځ لرونکي هېواد پر وړاندې يې بريا خپله کړې وه.

نبي وايي چې د اسټراليا ميدانونه افغان لوبـډلې لپاره مناسب دي؛ ځکه چې د ده په وينا، دغه ميدانونه تېز دي او افغانستان ښه تېز توپ اچوونکي لري.

د هغه په وينا، ټول لوبغاړي د لومړي ځل لپاره د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام کې ګډون سره ډېر خوښ دي او په بشپړې لېوالتيا سره په کې برخه اخلي.

ده زياته کړې: ((دا زموږ لپاره د وياړ ځاى دى چې په نړيوال جام کې ګډون کوو، هر لوبغاړى به د زړه له کومې خپله لوبه ترسره کوي.))

افغان لوبډلمشر وايي، که چېرې لوبغاړي له کوم فشار پرته په عادي توګه او ارام ذهن سره خپله لوبه ترسره کړي، نو بريا به خپله کړي.

د ملي لوبـډلې مشر روزونکي انډي مولز يادې خبري غوڼدې ته وويل چې لوبـډله يې سبانۍ لوبې ته بشپړه تياري نيولې او هيله يې څرګنده کړه چې د بنګله دېش پر وړاندې به ښه لوبه ترسره کړي.

هغه زياته کړه، کرکټ په افغانستان کې د ولسونو تر منځ د يووالي رامنځته کېدونکې لوبه ده، لوبغاړي يې هم له بشپړې لېوالتيا سره دا لوبه ترسره کوي.

د نوموړي په وينا، افغان لوبډله تر هېڅ فشار لاندې نه ده او په ارام ذهن سره به خپله لوبه ترسره کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.