ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ: د افغانستان او بنګله دېش لوبه پيل شوه

کرکټ: د افغانستان او بنګله دېش لوبه پيل شوه

author avatar
18 Feb 2015 - 08:57
کرکټ: د افغانستان او بنګله دېش لوبه پيل شوه
author avatar
18 Feb 2015 - 08:57

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لوبه نن سهار پيل شوه.

دا لوبه د اسټراليا د کينبرا ښار د مناکو اوول په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلې لوبدلمشر مشرفي مرتضى وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د  افغانستان د لوبـډلې مشر محمدنبي د لوبې تر پيلېدو مخکې رسنيو ته وويل چې دوى غواړي پرته له کوم فشار څخه مثبته لوبه وکړي.

د دې لوبې لپاره غوره شوې افغان لوبډله په لاندې ډول ده.

افسر ځاځى، جاوېد احمدي، نوروز منګل، اصغر ستانکزى، سميع الله شينوارى، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، ميرويس اشرف ، افتاب عالم ، شاه پور ځدراڼ او افتاب عالم.

د يادونې ده، دا لومړى ځل دى افغانستان د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره موندلې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.