ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وچکالي د خلکو د اندېښنې لامل شوې

وچکالي د خلکو د اندېښنې لامل شوې

author avatar
19 Feb 2015 - 19:51
وچکالي د خلکو د اندېښنې لامل شوې
author avatar
19 Feb 2015 - 19:51

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٣): يو شمېر خلک او بزګران د راتلونکي کال د وچکالۍ په اړه اندېښمن دي، خو د کرنې وزارت او هوا پېژندنې ادارې چارواکي بيا وايي، چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې ورښتونه او بارانونه شوي او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د نورو ورښتونو امکان هم شته.

افغانستان کې ورښتونه تر ډېره بريده د ليندۍ، مرغومي او سلواغې په مياشتو کې وريږي، خو د روان کال په ترڅ کې د هېواد مرکز او يو شمېر نورو ولايتونو کې ډېرې ورځې لمر، نيمه لمر، ورېځ او د نيمه ورېځ راپورنه ورکول کېږي.

کومو ورځو کې چې د واورې ورېدو راپورونه هم ورکړل شوي، له واورې ورېدو پرته تېرې شوې چې له دغه وضعيت څخه ډېر خلک په ځانګړي ډول بزګران او بڼوال اندېښمن دي.

د کرنې او بڼوالۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د اوبو پر سر ٣،٥ ميليون هکتاره ځمکه شته چې هر کال يې ٢،٢ ميليون هکتاره کرل کېږي او له دې پرته ٣،٧ ميليون هکتاره للمې ځمکې هم شتون لري چې د کښت کچه يې په مستقيم ډول د ورښتونو له کچې سره تړاو لري.

کابل دې بې زرو وي خو بې واورې نه

خو د روان ژمي په ترڅ کې تر اوسه پورې په کابل کې واوره نه ده ورېدلې، چې د دغه ښار اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

د کابل  د چهاردهي د چهارکلا يوه اوسېدونکي ٦٥ کلن جمعه خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خلک واورې ته سترګې په لار و، خو ژمى پاى ته رسيږي او اندېښمن دى چې راتلونکى اوړى او پسرلى به څه کېږي؟

هغه په داسې حال کې، چې د ترکاري د کرلو له لارې خپل شپږ کسيزې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډوۍ پيدا کوي، له وچکالۍ څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: ” اوس نو زموږ خلک او دولت غافله شوي، پخوا به چې کله ورښتونه نه و، نو دولت او عالمانو به د استسقاء د لمانځه لپاره اعلان وکړ چې بيا به خداى پاک د خلکو دوعاګانې قبلولې او وريده به.”

يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ډېر کم ورښتونه شوي دي.

کندهار:

د دامان ولسوالۍ د منديسار کلي يوه بزګر نعمت الله وويل، چې سږ کال په کندهار کې ډېر کم بارانونه شوي، که چېرې د کال تر پايه پورې دا حال وي نو کېداى شي د تېر کال په پرتله د بزګرانو او بڼوالو حاصلات کم وي.

هغه زياته کړه: ” سږ کال بزګرانو چې للمې يې کرلې وې، له دې امله چې باران ونه ورېده، حاصل يې نه دى ورکړى.”

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يوه بزګر محمدظاهر جان هم وويل، چې په ژمي کې د باران نه ورېدو له امله په ارغنداب او دهله بند کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د کندهار د اوو ولسواليو بزګران له دغه بند څخه خپلې ځمکې خړوبوي، که د کب په مياشت کې هم باران ونه ورېد نو د دغه بند د اوبو کچه به نوره هم ټيټه شي او بزګران او بڼوال به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د کندهار د کرنې رياست د ترويج مدير انجنير محمدالله د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې تر اوسه پورې ١٧ ملي متره باران ورېدلى او ٢٨٠ متره نورو ورښتونو ته هم اړتيا ده.

هرات:

د انجيل ولسوالۍ د امام شش کلي يوه بزګر غلام يحيى وويل، چې په دغه ولايت کې د ژمي له پيل تر اوسه ډېر کم باران او واوره ورېدلي دي.

 هغه په ژمي کې د هوا د ګرمېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه: ” تاسو پوهېږئ چې له ژمي دوه مياشتې اوښتې، خو هوا دومره نه ده سړه شوې لکه څنګه به چې په نورو ژميو کې وه، که چېرې د کب په مياشت کې نور بارانونه ونه شي نو په راتلونکي اوړي کې به حتماً له وچکالۍ سره مخ شو او ښه حاصلات به ونه لرو.”

سمنګان:

د سمنګان د ايبک ښار اوسېدونکى محمد چې د غنمو تر څنګ بڼوالي هم کوي د هوا له بې وخته ګرمېدو څخه اندېښمن دى او وايي چې د بڼو د ټولو ونو غوزې يې سر له اوسه په غوړېدو دي او که چېرته په کب مياشت کې واوره وشي او هوا د اوس په پرتله توده شي، نو د ونو غوزې به يخ ووهي او له منځه به ولاړې شي.

دغه کروندګر وويل:((زياته اندېښنه لرم چې راتلونکى کال هوا ګرمه او وچکالي وي.))

باميان:

د باميانو کروندګر او مالداران هم وايي چې د راتلونکي کال کښت ته يې دواورې د کمښت او وچکالۍ په سبب هيلې کمې شوې او وېره لري چې له خپلو کورنيو سره له وچکالۍ ځپلو سيمو کډه نه شي.

باميان د هېواد له غرنيو او واورينو ولايتونو څخه دى چې په ځانګړي ډول  د بابا غرونه يې د خلکو د څښاک او کرنيزو اوبو سرچينې ګڼل کېږي.

خو کروندګر وايي چې په اوسني ژمي کې د واورې ورېدنې کچه ډېره ښکته وه او حتى د باميانو په مرکز کې دوه ځله واوره شوې چې له پنځو سانتي مترو ډېره نه ده.

د ورث ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حسين علي وويل چې د سږ کال واورې کچه د تېر کال په پرتله له نيمايي هم کمه ده. پخوا په غرنيو سيمو کې د شوې واورې کچه تر يو متر پورې وه، خو سږ کال په غرونو کې دواورې کچه له ٢٠ سانتي زياته نه ده.

هغه وويل چې که سږ کال واوره ونه شي، د ورث ولسوالي به هم له وچکالۍ سره مخ شي او کروندګر به سخت زيان وګوري.

د باميان د مرکزي سيمې شهيدان يوه کروندګر سيدمحمد اخند وويل چې د دوى کرنيزې ځمکې د واورې  او باران له اوبو خړوبېږي، اوس چې په بابا غرونو کې کمه واوره ورېدلې، نو کروندګر هم راتلونکي کال ته اندېښمن  دي.

دغه کروندګر زياته کړه:((زه هر کال په درې جرېيه ځمکه کې کچالو کرم، د سږ کال حاصلات ښه وو، خو د ژمي وچکالۍ موږ ته اندېښنه پيدا کړې او که چېرته کافي واوره ونه شي، زموږ حاصلات به راتلونکى کال ډېر کم وي.

هغه زياته کړه چې د وچکالۍ په صورت کې د سيند اوبه هم په تدريجي ډول کمې او وچېږي، هغه ځمکه به هم وچې شي چې د خړوب چارې يې د سيند له اوبو  دي.

د غور، پروان، ميدان وردګ، بلخ، کونړ، اروزګان، لوګر، هلمند او غزني ولايتونو اوسېدونکي هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال ژمي کې يو يا دوه ځله کمه واوره او باران شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې ځينې حکومتي چارواکي سربېره پر دې چې په روان ژمي کې د ورښتونو کچه ټيټه بولي، خو هيله څرګندوي چې په راتلونکو مياشتو کې به ورښتونه وشي او يا هم که چېرته د اوبو د کم والي ستونزه رامنځته کېږي، د ملګرو ملتونو په ګډون د يوې شمېر بهرنيو موسسو په همکارۍ ځينې پروګرامونه پلي کوي.

د چارواکو چمتووالى :

ولسمشر اشرف غني هم په روان کال کې د ورښتونو د کموالي په سبب اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په راتلونکي پسرلي او اوړي کې يې د وچکالۍ د اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو له ادارو سره په اړيکه کې دى او هڅه کوي چې په دې برخه کې چمتو والى ولري.

د هوا پېژندنې اداره :

د هوا پېژندنې ادارې عمومي مشر محمد نسيم مرادي وويل، که څه هم د پخوانيو کلونو په پرتله د ورښتونو کچه د اقليمي بدلونونو او د ځمکې کرې په ګرمېدو سره کمه ده، خو د هېواد په اکثره سيمو کې ورښتونه شوي او اوس هم دوام لري.

د هغه په خبره، په سالګونو کې شاوخوا دوه متره واوره وشوه، په شمال ختيځو، شمال لوېديځو او مرکزي سيمو کې هم څو ځله واوره وشوه او حتى په دوو وروستيو اوونيو کې په دې برخو کې په پرله پسې ډول واوره ورېدنه موجوده وه.

مرادي زياته کړه، داسې هيلې شته چې په کب مياشت کې هم ورښتونه وشي او حتى په راتلونکي اوړي کې هم د باران ورېدو امکان شته.

هغه وويل چې په راتلونکي اوړي کې د وچکالۍ وړاندوينه نه کېږي، خو زياته يې کړه:((دا نه شو ردولى چې د ترځمکه لاندې اوبو کچه لوېږي، ځکه چې د ورښتونو کچه کال په کال ټيټېږي.))

نوموړي زياته کړه چې په ځينو سوېلي سيمو کې د ورښتونو کچه ډېره ټيټه وه او که چېرته په راتلونکو مياشتو کې ونه ورېږي، نو امکان لري چې کروندګر او بڼوال له ستونزو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ليندۍ مياشتې په ٣٠مه د هوا پېژندنې ادارې چارواکو وړاندوينه کړې وه چې په مرغومي او سلواغه مياشت کې به زيات ورښتونه وشي.

د هوا پېژندنې ادارې سرپرست مشر د خپلې وړاندوينې د ناسم ختلو په اړه وويل:((په عمومي ډول د ايران او تاجکستان واورينې جبهې په افغانستان راځي، سږ کال په ايران کې ورښت کم و او په ټوله کې په نړۍ کې اقليم بدلون کړى او د ځمکې کره د تودېدو خواته روانه ده.))

د کرنې او مالدارۍ وزارت

د کرنې او مالدارۍ وزارت د احصايې مشر غلام رباني حقيقت پال وويل، د هغې احصايې له مخې چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې کړې، د واورې ورېدنې اندازه کمه وه، خو په هغه اندازه نه وه چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ، کرنه او بڼوالي زيانمنه کړي.

دده په خبره، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د واورې ترڅنګ باران هم ورېدلى چې د کرنې لپاره موثر دى.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د احصايي مشر وويل زياتې هېلې شته چې په کب او غويي مياشتو کې به ډېر  ورښتونه وشي.

حقيقت پال کروندګرو ته په خطاب کې وويل:((کروندګر دې وېره نه کوي، پرېمانه کښتونه دې وکړي، انشاء الله چې له سختې ستونزې سره به نه مخ شي.))

کارپوه:

د کرنې د برخې کارپوه هيله څرګندوي چې راتلونکى کال به د وچکالۍ ستونزه را منځته نه شي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کرنې څانګې مشر سکندر حسيني وويل چې تر اوسه يوه مياشت ژمى پاتې دى او په هغو ولايتونو کې به ورښت وشي چې تر اوسه په کې نه دى شوى.

هغه زياته کړه چې که د ورښتونو کچه ټيټه شي، نو کرنه به د اوبو له کمښت سره مخ او حاصلات به يې کم شي، خو د نباتي ناروغيو د خورېدو وېره نه شته، ځکه چې نباتي ناروغۍ د نم او ګرمۍ پرمهال ډېرې خپرېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.