باميان (پژواک، ٢ کب ٩٣): په باميانو کې د سارک فرهنګي پلازمېنې لپاره د چمتووالي په موخه د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
باميان په ٢٠١٥ کال کې د سارک سازمان د فرهنګي تمدن د مرکز په نوم نومول شوى چې د اقتصادي، فرهنګي او ګرځندوى له اړخه به د دغه ولايت اهميت لا ډېر کړي.
دغه دوه ورځنۍ سيالۍ د باميانو او بغلان ولايتونو د ځينو لوبډلو ترمنځ د باميانو د ويجاړو شوو مجسمو مخې ته جوړې شوې وې چې د ليدونکو له خوا په شور او چکچکو بدرګه شوې.
په لومړۍ ورځ د باميانو د مرکز لوبډله او د دويمې ورځې لوبه کې چې تېر مازديګر پاى ته ورسېده، د يکاولنګ ولسوالۍ لوبډله ګټونکې شوه.
د وزلوبې هر چاپه اچوونکي به چې د حلال کړۍ ته وزه اچوله، د ليدونکو له خوا په چکچکو بدرګه کېده او سيمه ييزو مخورو او سوداګرو له پنځو سوو تر زرو افغانيو پورې نغدي جايزې هم ورکولې.
هغه زياته کړه: ((وزلوبه د هېواد له دوديزو لوبو ده او بايد ورته پاملرنه وشي.))
د دې لوبو د نندارې لپاره له سلو زياتې ښځې هم راغلې وې.
د باميانو پوهنتون محصلې سيکنې محمدي وويل چې د وزلوبې سيالي يې له نږدې نه وه ليدلي، اوس ورته ددې زمينه مساعده شوه چې دا ډول لوبه له نږدې وګوري.
هغې زياته کړه:((وزلوبه يوه ښه لوبه ده، خو يو څه ترخه ده او ښايي چې ورزشکارانو ته په کې زيان ورسېږي.))
ځايي چارواکي وايي چې دغه سيالۍ د خلکو له خوا جوړه شوې، څو باميان د يوه امن او نورو لوبو لپاره د يوه چمتو ولايت په توګه د سارک فرهنګي سازمان مرکز ته ور وپېژني.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر احمد حسين احمدپور پژوک ته وويل چې دوى د سارک فرهنګي تمدن مرکز په درشل کې خلکو ته پوهاوى ورکړى چې په بېلابېلو برخو کې چمتو والى ولري او د وزلوبې په څېر ورزشي سيالۍ هم په دې تياريو کې شاملې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د راتلونکي ١٣٩٤ کال په غويي مياشت کې يوه پرتمينه ناسته په همدې مناسبت په باميانو کې ترسره شي چې د ټولو اسياسي غړو هېوادونو، سارک غړو، ګاونډيو هېوادونو، ملګرو ملتونو، يونسکو(د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان) او نورو نړيوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون وکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن