ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وردګو کې د بيارغونې ٦٣ پروژې بشپړې شوې

وردګو کې د بيارغونې ٦٣ پروژې بشپړې شوې

author avatar
22 Feb 2015 - 16:09
وردګو کې د بيارغونې ٦٣ پروژې بشپړې شوې
author avatar
22 Feb 2015 - 16:09

ميدانښار (پژواک، ٣ کب ٩٣): د ميدان وردګو چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ١٧٦ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې ٦٣ پروژې بشپړې شوې چې له امله يې لسګونه زره کورنيو ته ګټه رسېدلې ده.

په دغه ولايت کې د ثبات پروګرام مسوول حضرت ګل بارکزي د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په ميدان وردګو کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پروژو د پلې کولو په برخه کې فعاليت پيل کړى دى.

نوموړي زياته کړه چې د دوی فعاليت د ولايت پر مرکز سربېره په نرخ، سيداباد، چک او جلرېز ولسواليو کې دى چې تر دې مهاله په يادو سيمو کې د ۱۷۶ ميليونه افغانيو په لګښت ٦٣ پروژې بشپړې او ٣٨ نورې تر کار لاندې دي.

بارکزى وايي چې په يادو پروژو کې استنادي دېوالونه، ويالې، بندونه، کاريزونه، لوبغالي، پلچکونه او يو شمېر نور شامل دي.

د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي د کب په ٣مه د ولايت مقام په يوه غونډه کې د ثبات پروګرام له لارې له ترسره شويو پروژو څخه ډاډ څرګند او ددې ستاينه يې وکړه.

د هغه په وينا، د دغه پروګرام له لارې له ولسونو سره په همکارۍ او د دوی په غوښتنه بېلابېلې پروژې بشپړې شوې دي.

ده وويل، هغه پروژې چې د ولسونو په غوښتنه پلې شي، تر ټولو مهمې دي او په دې برخه کې د ثبات پروګرام له کارونو خلک خوښ دي.

خو سرپرست والي ټينګار وکړ چې په دغه ولايت کې نورو پرمختيايي کارونو ته هم اړتيا ده او په دې برخه کې بايد د ثبات پروګرام جدي هلې ځلې ترسره کړي.

په همدې حال کې د ميدان وردګو د کليو پراختيا او بيارغاونې رييس انجنير جان محمد حکمتجو پژواک ته  وويل چې د دوی ادارې د ثبات پروګرام له لارې پلې شوې ټولې پروژې په تخنيکي برخه کې هېڅ ډول ستونزې نه لري.

ده زياته کړه،د پروژې د پلې کېدو له پيله تر پايه پورې د دوی تخنيکي ډله له پروژو څارنه کوي او کله چې د چارو د ښه سمون څخه ډاډګېرنه ترلاسه کړي نو بيا يې ګټې اخيستنې ته سپاري .

د سيد اباد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عظيم الله پژواک اژانس ته وويل چې ويالې او بندونه جوړ شوي چې له امله يې د دوى باغونو او کرنيزو ځمکو ته په کافي اندازه اوبه رسېږي.

هغه زياته کړه چې ډېرى پروژې د خلکو له خوا وړانديز شوې؛ ځکه نو خلکو ته يې ډېره ګټه رسېدلې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.