ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېرى مينه والو له سريلانکا سره د افغان لوبډلې لوبه ستايلې

ډېرى مينه والو له سريلانکا سره د افغان لوبډلې لوبه ستايلې

author avatar
22 Feb 2015 - 13:12
ډېرى مينه والو له سريلانکا سره د افغان لوبډلې لوبه ستايلې
author avatar
22 Feb 2015 - 13:12

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٣): د کرکټ لوبې ګڼ شمېر مينه والو په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د د سريلانکا پر وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبې ستاينه کړې، خو ځينو بيا د ملي لوبـډلو ځينو تېروتنو ته ګوته نيولې ده.

په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيل شوې د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان نن (د کب ٣مه) خپله دويمه لوبه د نيوزيلينډ په ډونيډن ښار کې سريلانکا له پياوړې لوبـډلې سره وکړه چې د سريلانکا په بريا پاى ته ورسېده.

افغانستان سريلانکا ته په ٥٠ اورونو کې د ٢٣٣ منډو هدف ورکړى و چې سريلانکا تر سختې مقابلې وروسته دغه هدف ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د کرکټ لوبې ګڼو مينه والو په ټولنيزه شبکه کې د سريلانکا په څېر د پياوړې لوبـډلې پر وړاندې د ملي لوبـډلې د نننۍ لوبې ستاينه کړې ده.

د راحت ګل زيارمل په نوم يوه تن په خپله پاڼه کې ليکلي: ((سريلانکا لوبه وګټله، خو افغان لوبغاړو زړونه وګټل، ژوند ژوند ځوانانو، له خوښۍ  مې له سترګو اوښکې روانې دي.))

هغه زياته کړې په داسې يو هېواد کې چې تل په کې جنګونه او مرګونه وي، له لوبغاړو له دې زياته تمه ښه نه ده.

د کرکټ  د چارو کارپوه، ژورنالېست او ليکوال مطيع الله عابد په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي: ((بردسته لوبه وشوه، بس فقط و مو نه ګټله، سريلانکا کې مو وينه وچه کړه، همدا مو ګټه ده چې پنځوس اوورونو پورې درېږو او تر اخره پورې جنګېږو.))

هغه د افغانستان او سريلانکا لوبغاړي پرتله کړي او زياته کړې يې ده، چېرته د مکتب هلک او چېرته د پوهنتون پروفيسر.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجرائيوي رييس ډاکتر نور محمد مراد هم په فيسبوک کې د ملي لوبډلې د نننۍ لوبې ستاينه کړې ده.

هغه ويلي: ((لوبغاړو له ځانه ښه وړتيا وښوده او د سريلانکا پر وړاندې يې ښه لوبه وکړه.))

ډاکټر مراد هيله څرګنده کړې چې ملي لوبغاړي به په راتلونکو لوبو کې تر دې هم ښه لوبه وکړي او د نړۍ پياوړو لوبډلو ته به ماتې ورکړي.

د خالد سير په نوم د فيسبوک يوه کاروونکي پر يو شمېر مينه والو نيوکه کړې چې د بريا پر مهال د لوبډلې ستاينه کوي، خو چې لوبه بايلي، نو بيا په بې ځايه نيوکو پيل وکړي.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى روزونکى او د کرکټ بورډ اوسنى مرستيال تاج ملک علم په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې افغانستان نن د بريا چانس له لاسه ورکړ.

هغه زياته کړې: ((افغان توپوهونکو ډېرې ښې منډې جوړې کړې او ترې دفاع هم کېداى شوه، کله چې د سريلانکا په ٥٠ منډو کې څلور لوبغاړي سوځېدلي وو، نو د افغانستان د بريا چانس ډېر زيات و، خو سريلانکايي لوبغاړو بريا زموږ څخه واخيسته.))

نوموړي وويل چې افغان لوبغاړو د (رن اوټ) ډېر چانسونه له لاسه ورکړل او په وروستيو کې افغان توپ اچوونکي هم تر فشار لاندې راغلي وو.

د ټولنيزې شبکې فيسبوک يوه بل کاروونکي سيد اختيار سباوون ليکلي: ((د ستاينو معيار يواځې ګټل نه دي, زموږ ټيم ښه لوبه وکړه پرې وياړو.))

د کمال حسن په نوم يوه بل تن په فيسبوک کې ليکلي: ((په لوبو کې ګټل بايلل وي، که څه هم افغانانو لوبه بايلوده، خو ډېره ښه لوبه يې نن نندارې ته وړاندې کړه.))

هغه وايي چې افغان لوبغاړو په توپوهنه او ډګر ساتنه کې پياوړي دي، خو اړتيا ده چې په توپوهنه کې ډېر زحمت وګالي.

ليکوال اسد دانش په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي: ((په هېواد مينو افغانانو شکر وکړ‌ئ، يو وخت په  دغه هېواد کې ناخوالې وې، خو  اوس شکر دى زما هېوادوال د خپلو برياوو لپاره لحظې شماري،  هېواد مې له نړۍ سره يو ځاى منډه وهي دا د شکر او وياړ ځاى دى.))

د نصرت الله وفا په نوم يوه بل تن ليکلي: ((د شل اوريزه نړيوال جام اتلې لوبډلې له سريلانکا سره لوبه کول دومره ساده خبره نه ده، زموږ د لوبډلې قوي مورال او مېړانې ته سلام،  په رښتيا چې ښه لوبه يې وکړه.))

سيف الرحمن غمژن په فيسبوک کې که څه هم د افغانستان د لوبډلې د لوبې ستاينه کړې، خو پر لوبډلمشر محمدنبي عيسى خېل يې نيوکه کړې چې د لوبې پر مهال يې ناسمې پرېکړې وکړې.

د مسعودې سيفي په نوم يوې نجلې په فيسبوک کې ليکلي: ((افغانستان نن ډېره ښه لوبه وکړه، ملي لوبډله په کمو امکاناتو نړيوال جام ته رسېدلې، موږ پرې وياړو.))

د احمدالله احمدزي په نوم يوه بل تن هم د افغانستان د لوبې پر ځينو برخو نيوکې کړې او په ډاګه کړې يې ده چې لوبغاړو ډېرې تېروتنې وکړې.

هغه زياته کړې: ((دا سمه ده چې سريلانکا را پرځول څه اسانه کار نه دى، خو زما په اند موږ نن يو څه ډېرې تېروتنې وکړې، ستره تېروتنه دا وه چې موږ کوم په پاور پلې کې سمه لوبه ونه کړه دغه راز له لوبغاړو څخه په ډګر ساتنه کې هم ډېرې تېروتنې وشوې.))

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.