ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښوونکي د سرپناه له نشتوالي او اقتصادي ستونزو کړېږي

د کندهار ښوونکي د سرپناه له نشتوالي او اقتصادي ستونزو کړېږي

author avatar
23 Feb 2015 - 20:05
د کندهار ښوونکي د سرپناه له نشتوالي او اقتصادي ستونزو کړېږي
author avatar
23 Feb 2015 - 20:05

کندهار (پژواک ٤ کب ٩٣): د کندهار ولايت ښوونکي وايي، ټيټ اقتصاد او د سرپناه نشتوالى يې عمده ستونزې دي، خو اړوندو چارواکو يې د حل لپاره کوم اقدام نه دى کړى.

دوى وايي، څه موده وړاندې ورته يواځې د کاغذ پر مخ د استوګنې ځمکې ووېشل شوې، خو عملاً هېڅ هم نه دي شوي.

د کندهار ښار د عينو لېسې ښوونکې فهيمې پژواک خبرې اژانس ته وويل، د نورو ولايتونو په پرتله په دې ولايت کې مېشت ښوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زياته کړه، که څه هم تر دې وړاندې ښوونکي له امنيتي ستونزو او ګواښونو سره مخ وو، خو اوس هغه ستونزې يو څه کمې شوي، خو لا هم د ټيټ اقتصاد او سرپناه د نشتوالي ستونزې پر ځاى پاتې دي.

دا وايي، دا مهال ښوونکو ته له ٦ تر ٧زره افغانيو پورې معاش ورکول کېږي او شرايطو ته په پام، دغه اندازه پيسې د هغوى اړتياوې نه شي پوره کولاى.

دې وويل: ((زه شپږ نيم زره افغانۍ معاش اخلم، په داسې حال کې چې د کندهار ښار په يوه ليرې سيمه کې مې په څلور زره افغانۍ کور کرايه کړى او هره ورځ د خپل معاش تر نيمايي ډېره برخه ښوونځي ته په راتلو د ټکسي پر کرايه لګوم؛ تاسې خپله فکر وکړئ، دا معاش زما د ژوند اړتياوې پوره کولاى شي؟))

هغې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې که د ښوونکو معاشونه نه شي لوړولاى، نو لږ تر لږه دې وخت په وخت د ځينو خوراکي توکو مرستې ورسره وکړي.

د فاطمې په نوم يوې بلې ښوونکې هم د ورته ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دوه کاله مخکې ښوونکو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې، خو يواځې د کاغذ پر مخ.

هغې پژواک اژانس ته وويل، د ښوونکو د استوګنې لپاره ځانګړې شوې ځمکې له ښاره ليرې په ارغنداب او دامان ولسواليو کې دي؛ هغه مهال ژمنه شوې وه، چې په ښارګوټي کې به د ژوند کولو لومړني خدمات برابرېږي، ترڅو ښوونکو ته د کور جوړولو او ژوند کولو اسانتياوې برابرې شي، خو تر اوسه هېڅ هم نه دي شوي.

نوموړې، حکومتي چارواکي له ښوونکو سره په دوه مخې چلند تورن کړل او ويې ويل، چې د ښوونکو ژوند او حقوقو ته هېڅ پام نه کېږي.

دې له دولت څخه وغوښتل، چې ماشومانو ته د ښه تدريس په موخه دې د ښوونکو ستونزې هوارې کړي.

د کندهار يو بل ښوونکى اسدالله هم خپل ځان له ورته ستونزو سره مخامخ ګڼي او وايي، تر هغه چې د ښوونکو ستونزې حل شوې نه وي، د پوهنې کيفيت ښه کېداى نه شي.

هغه هم وويل، چې ډېرى ښوونکي د سرپناه له نشتوالي کړېږي او کلونه وشول، چې د دولت له خوا د ځمکو د ورکولو په تمه دي، خو تر اوسه دا کار شوى نه دى.

نوموړي يادونه وکړه، چې د کندهار ښوونکو ته ځمکې ووېشل شوې، خو لومړني خدمات په کې برابر شوي نه دي، ځکه خو ښوونکي نه شي کولاى هلته ځانونو ته سرپناه برابره کړي.

د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون هم دا مني، چې د دې ولايت ښوونکو ته يواځې د کاغذ پر مخ د استوګنې نومرې وېشل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، تر هغه وروسته چې پر دې دنده ګومارل شوى، هڅه يې کړې د ښوونکو د سرپناه ستونزه حل کړي، خو دا چې تر ټاکنو وروسته د پوهنې لپاره نوى وزير نه دى ټاکل شوى، ټولې ستونزې يې پر ځاى پاتې دي.

ده يادونه وکړه، چې د لومړنيو خدماتو او اسانتياوو له درلودلو پرته د استوګنې لپاره د ځمکو د وېش مخالف دى؛ لومړى به خدمات بشپړېږي او وروسته به ښوونکو ته ځمکې ورکول کېږي.

پيوستون د ښوونکو د اقتصادي ستونزو او ټيټ معاش په اړه وويل، چې دا د هېواد په کچه ستونزه ده او په کار ده، چې د پوهنې وزارت ورباندې غور وکړي.

خو نوموړي د دې تر څنګ په کندهار کې د پوهنې په برخه کې د نورو ستونزو يادونه وکړه، چې هوارى يې تر هر څه مهم دى.

هغه وويل، د کندهار ٧٠ سلنه ښوونځي نه لري، ٢٠ سلنه ښوونځي د زده کوونکو لپاره د څښلو د پاکو اوبو اسانتيا نه لري او دغه راز ډېر ښوونځي د زده کوونکو لپاره له مېزونو او څوکيو بې برخې دي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې دا مهال يې د ښوونکو او اداري کارکوونکو ټول تشکيل ٦٣٢٧ تنه دى؛ په داسې حال کې چې شاوخوا ١٧٠٠ تنه يې د سختې اړتيا له مخې له بېلابېلو نورو لارو په دندو ګومارلي دي.

هغه وويل، دا مهال د کندهار د پوهنې په رياست کې ٣٢٠٠ نورو بستونو ډکولو ته اړتيا ده، چې د پوهنې وزارت يې بايد په ډکولو کې مرسته وکړي.

نوموړي د دې تر څنګ له ملي سوداګرو هم وغوښتل، چې د پوهنې د ودې په موخه دې له پوهنې رياست سره مرستې وکړي، ترڅو د پوهنې کيفيت ښه شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.