ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان دې د افغان کډوالو په زور  ستنولو لړۍ ودروي”

“پاکستان دې د افغان کډوالو په زور ستنولو لړۍ ودروي”

author avatar
23 Feb 2015 - 17:38
“پاکستان دې د افغان کډوالو په زور  ستنولو لړۍ ودروي”
author avatar
23 Feb 2015 - 17:38

کابل (پژواک ٤ کب ٩٣): د بشر حقونو نړيوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې خپلو سيمه ييزو چارواکو ته امر وکړي، څو له دغه هېواد څخه افغان کډوال په زور او اجباري ډول بهر نه کړي.

 د بشر حقونو نړيوال سازمان د اسيا برخې مرستيال پيلم کاين (Phelim Kine) ويلي، چې پاکستاني چارواکي بايد افغان کډوال ته په پېښور ښار کې د پاکستاني طالبانو د بريد سزا ور نه کړي.

 پيلم کاين زياته کړې: ” له دې پرته چې دغه کار غيرقانوني وبلل شي، دا يو غيرانساني عمل دى چې افغانان داسې يو ځاى ته ولېږدوي، چې دوى ته د زيان اړولو، ځورونې او له دوى څخه د ناوړه ګټې اخيستو امکان شتون لري.”

 د بشر حقونو نړيوال سازمان وايي، چې دا د پاکستان د حکومت فريضه ده، څو د هغو افغانانو په ګډون چې د کډوال په توګه نه دي ثبت شوي، ټول افغانان په دغه هېواد کې له ازار او ځورونې وساتي.

 د بشر حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ګړندۍ شوې چې دا تر ډېره بريده د سيمه ييزو چارواکو د فشارونو له امله ده، چې دا حالت د پېښور پر يوه ښوونځي د پاکستاني طالبانو د بريد له امله رامنځته شوى دى.

پاکستاني طالبانو د ٢٠١٤ زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې، په پېښور ښار کې پر يوه ښوونځي بريد وکړ چې په پايله کې يې له ١٣٠ څخه زيات زده کوونکي ووژل شول. دا بريد د دې لامل شو چې د پاکستان حکومتي ځواکونه په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې عمليات زيات کړل.

د بشر حقونو نړيوال سازمان له هغه وروسته د افغان کډوالو په اړه دا څرګندونې کوي، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان هم دوه اوونۍ وړاندې په يوه خپل نوي راپور کې ويلي، چې په پاکستان کې مېشت افغانان، د پېښور پر يوه ښوونځي له بريد وروسته د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو له لوري ځورول کېږي.

 د کډوالو چارو سازمان ويلي و، چې د روان زېږديز کال په جنورۍ مياشتې له دغه هېواد څخه ٢٢ زره افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي، چې دا په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د راستنو شويو افغانانو دوه برابره جوړوي.

دغه سازمان همدارنګه ويلي و، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد دامنيتي ځواکونو له لوري ځورول کېږي او ان د دوى پر کورونو باندې د پوليسو له چاپو هم خبر ورکړل شوى دى.

 د پاکستان حکومت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو  لرونکي ١،٦ ميليون افغان کډوال او په همدې شمېر له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

د پاکستان حکومت د کډوالو نړيوال سازمان راپور رد کړى او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې دوى غواړي افغان کډوال په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.

 د بشر حقونو نړيوال سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ (يو ان اچ سي ار) له قوله وايي، د روان زېږديز کال په جنورۍ مياشت کې له پاکستان څخه افغانستان ته د راستانه شويو کډوالو شمېر، له هغه څخه د يوې مياشتې وړاندې په پرتله ٩ برابر لوړ شوى دى.

 د (يو ان اچ سي ار) شمېرې څرګندوي چې افغانستان ته ٣٨٢٩ کډوالو زياته سلنه په اجباري ډول راستانه شوي او دغه ټول راستانه شوي کډوال د هېواد له درېيو ايالتونو (خيبر پښتونخوا، ازاد کشمير او پنجاب) څخه راستانه شوي دي.

په دغو ايالتونو کې د افغان کډوالو له نيولو، زنداني کولو او د دوى ايستلو راپورونه ورکړل شوي دي.

که څه هم اوسمهال د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د ښه کېدو لوري ته روانې دي، خو د افغان کډوالو په زور راشړل او له دوى سره د ياد هېواد د امنيتي ځواکونو ناوړه چلند، په دې وروستيو پرمختګونو ناوړه اغېز پرېباسلى شي.

تېره مياشت په اسلام کې د افغانستان سفير جانان موسى زي، له پاکستاني چارواکو سره تر ليدو وروسته وويل، چې له دې وروسته به په پاکستان کې افغان کډوال نه ځورول کېږي، خو داسې ښکاري چې په دې برخه کې مثبت پرمختګونه نه دي شوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.