ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز- پټان دلويې لارې د بيارغولو چارې پيل شوې

د ګردېز- پټان دلويې لارې د بيارغولو چارې پيل شوې

author avatar
24 Feb 2015 - 14:48
د ګردېز- پټان دلويې لارې د بيارغولو چارې پيل شوې
author avatar
24 Feb 2015 - 14:48

ګردېز ( پژواک، ٥ کب ٩٣ ) : د پکتيا دګردېز – پټان ولسوالۍ د ١٠٥ کيلومتره لويې لارې د بيارغولو چارې پيل شوې.

ددې لارې د بيا رغولو دپرانيستې په مراسمو کې د کب په ٥مه، د فوايد عامې وزارت مرستيال ،د پکتيا سرپرست والي جمعه خان همدرد،دپارلمان او ولايتي شورا غړيو او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

  د فوايد عامې چارو وزارت مرستيال انجنير احمدشاه وحيد وويل ، ددې لارې اوږدوالی ۱۰۵ کيلومتره کيږي ،چې د بيا رغونې چارې به يې په شاوخوا دوو کلونو کې بشپړې شي .

نوموړي زياته کړه، ددې سړک د رغولو لپاره ۱۹۵ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د اړونده وزارت له خوا ورکول کيږي او  چارې يې يو  افغاني شرکت پر مخ وړي .

وحيد ددې سړک د بېرته خرابېدو يو لامل هم لوی باروړونکي موټر وبلل او ويې ويل ، چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه زيات سوداګريز توکي پر دې لارې راځي .

دده په خبره، اړونده ولايتي ادارې بايد هڅه وکړي ،چې ددې سړک په جوړولو او ساتلو کې زياته مرسته وکړي .

 وحيد داهم وويل ،چې دوی په راتلونکي کې په پام کې لري ،چې دپکتيا ولايت  دځاځي اريوب او لجه منګل ولسولۍ سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي .

د پکتيا سرپرست والي جمعه خان همدرد ددې سړک په بيا جوړولو خوښي وښوده او ويې ويل ،چې په بېلابېلو برخو کې به زياتې ستونزې ورسره کمې شي.

نوموړي وويل ددې سړک د دويم ځل  په جوړولو کې به هڅه وکړي ،چې سړک په معياري توګه  او ښه کيفيت سره جوړ شي او د پخوا په څېر ستونزه پيدا نه کړي .

همدرد وويل په نږدې راتلونکي کې به دځاځي اريوب ولسوالۍ شاوخوا څلويښت او دلجې منګل ديرش کيلومتره سړک د جوړولو چارې هم پيل شي.

د پکتيا ولايت سوداګر هم ددې لويې لارې د بيا جوړولو له امله خوښي ښيي او وايي ،چې ددوی په چارو کې به هم ښه والی راولي .

ددې ولايت يوتن سوداګر اتفاق احمد نېک پژواک اژانس ته وويل، دغه سړک ډير ويجاړ شوی   ،کله چې سوداګر پرې توکي راوړي نو ډيرو ستونزو سره مخامخ وي .

دی وايي که چېرې دغه سړک په سم ډول ورغول شي نو نه يواځې چې د دوی په تګ راتګ کې به اسانتياوې راشي، بلکې نور به هم سوداګر وهڅيږي چې په دې لاره باندې له پاکستان څخه خپل توکي راوړي .

دګردېز- پټان لاره باندې د پکتيا د اتو ولسواليو خلک تګ راتګ کوي او په دې وروستيوکې د پاکستان دکورمې ايجنسۍ څخه د ورځې لسګونه باروړونکي موټر  پرې راځي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.