ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علومي: د پوليسو د جوړښت لپاره مې نوې تګلاره جوړې کړې

علومي: د پوليسو د جوړښت لپاره مې نوې تګلاره جوړې کړې

author avatar
24 Feb 2015 - 16:09
علومي: د پوليسو د جوړښت لپاره مې نوې تګلاره جوړې کړې
author avatar
24 Feb 2015 - 16:09

جلال اباد (پژواک، ۵ کب ۹۳): د کورنيو چارو وزير وايي، د پوليسو د جوړښت لپاره يې نوې تګلاره جوړه کړې چې ظرفيت لوړونه يې په لومړيتونو کې ده.

نورالحق علومي د کب په ۴مه په جلال اباد کې له قومي مشرانو او امنيتي چارواکو سره په غونډه کې وويل چې د پوليسو د جوړښت لپاره يې په لسو لومړيتونو کې نوې تګلاره جوړه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((د پوليسو د جوړښت لپاره مې په لسو مواردو کې نوې تګلاره جوړه کړې، لومړی به يې ظرفيت لوړېږي، اصلاحات په کې راځي او د قانون د پلي کولو جوګه به ګرځي، نو دې ته زما ډېره پاملرنه ده.))

د کورنيو چارو وزير د يادو ټولو مواردو يادونه ونه کړه، خو په دې برخه کې يې د ولس همکاري اړينه وبلله.

علومي کورنيو چارو وزارت ته په اشارې وويل: ((کورنيو چارو وزارت د اداري فساد په سر کې دی، خو دا په دې معنا نه ده چې ټول چارواکي يې په فساد کې دخيل دي. اوس حکومت له لوړو ځايونو پيل کړی اول به په لوړه کچه اصلاحات راځي، حکومت هوډ لري چې اصلاحات راولي.))

د کورنيو چارو وزير يادونه وکړه چې د پوليسو او امنيت په برخه کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره يې ولايتي سفرونه پيل کړي او غواړي مشکلات له نږدې وګوري او واوري.

نوموړي زياته کړه: ((تر دې مخکې کندهار ولايت ته تللی وم، اوس مشرقي ته راغلم او وروسته نورو ولايتونو ته ځم. حکومت په لويه کچه د امنيت په تړاو په ټولو مشکلاتو خبر دی، خو په ولايتونو کې ځينې مسايل له نږدې اورم او بيا به ورته حل لاره پيدا کوو.))

نوموړي د امنيت او اصلاحاتو په راوستلو کې د ولسونو پر همکارۍ ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې خلک بايد پر خپل حکومت باور ولري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.