ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه پلاوي په ننګرهار کې د فساد او ناامنيو د لاملونو په اړه څېړنې پيل کړې

يوه پلاوي په ننګرهار کې د فساد او ناامنيو د لاملونو په اړه څېړنې پيل کړې

author avatar
24 Feb 2015 - 19:24
يوه پلاوي په ننګرهار کې د فساد او ناامنيو د لاملونو په اړه څېړنې پيل کړې
author avatar
24 Feb 2015 - 19:24

جلال اباد (پژواک، ۵ کب ۹۳): د ولسمشرۍ ماڼۍ هغه پلاوي په ننګرهار کې خپل څېړنې پيل کړې، چې غواړي په ادارې فساد کې ښکېل چارواکي په نښه او د ناامنيو لاملونه معلوم کړي.

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي په مشرۍ دا پلاوی، نن د کب په ۵مه، جلال اباد ښار ته راورسېد او د ولايتي ادارې د چارواکو په ګډون يې ځايي خلکو سره غونډه او ليدنې کتنې وکړې.

ياد پلاوي ته دوه اوونۍ مخکې، ولسمشر غني د ختيځو ولايتونو د سرپرستو واليانو په وېډيويي کنفرانس کې سپارښتنه وکړه، چې د دې ولايتونو شته ستونزې له نږدې وڅېړې او حل لارې ورته پيدا کړي.

په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي حاجي حضرت علي په دې تړاو غونډه کې وويل، چې په ننګرهار کې امنيت ښه نه دی، اداري فساد شته او په حکومتوالي کې ستونزې دي، خو بايد حل لاره ورته پيدا شي.

د ولسي جرګې بل غړي حاجي عبدالظاهر قدير وويل: ((حکومت هغسې چې تمه وه، ختيځوالو ته په حکومت کې ونډه نه ده ورکړې او هيله ده، چې دې مسئلې ته پاملرنه وکړي.))

نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوی دې د ننګرهار د امنيت په تړاو څېړنې وکړي، خو له دې سره سره دې په لويه کچه اصلاحات راشي.

د ننګرهار قومي مشر حاجي سهيل خان بيا يادونه وکړه، چې په ننګرهار کې تر پخوا امنيت خراب شوى، ځمکې غصب شوي، مافيايي کړۍ واکمنې دي او د سړي تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.

نوموړي وويل، چې ياد پلاوی بايد دې مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي او حل لاره ورته پيدا کړي.

قومي مشر ملک جهانزېب مومند وويل: ((په ننګرهار کې سړي تښتونې ډېرې شوي او پوليس يې مخنيوی نه شي کولای، يو شمېر ولسولان بې سواده دي او بايد بدل شي.))

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي بيا ولسونو ته په ځواب کې وويل، چې د هغوی ستونزې يې له نږدې واورېدې او په دې برخه کې به لازم اقدام وکړي.

دى وايي: ((موږ پوهېږو چې دلته ستونزې شته، ناامني شته؛ تاسو پر حکومت باور وکړئ، موږ به د حل لارې ورته پيدا کړو؛ هيله ده چې ولس له حکومت سره همکاري وکړي.))

ياد پلاوي تر دې غونډې وروسته د ننګرهار د بېلابېلو ادارو له چارواکو، د مدني فعالانو له استازو او يو شمېر ټولنو سره وکتل او ويل کېږي، چې دا لړۍ به ځو ورځې دوام وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.