ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلور: پاکستان اوس اړ ده چې له افغانستان سره همکاري وکړي

بلور: پاکستان اوس اړ ده چې له افغانستان سره همکاري وکړي

author avatar
25 Feb 2015 - 12:13
بلور: پاکستان اوس اړ ده چې له افغانستان سره همکاري وکړي
author avatar
25 Feb 2015 - 12:13

کابل ( پژواک،٦ کب ٩٣) : د کوزې پښتونخوا سياسي مشر حاجي غلام احمد بلور د افغانستان سولې ته هيله من دى او زياتوي ، پاکستان اوس اړ ده چې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړى او پخوانى مرکزي وزير حاجي غلام احمد بلور له يوه پلاوي سره په يوه سيمينار کې د ګډون په موخه کابل ته راغلى دى.

نوموړي د کب په ٥مه،د پژواک خبري اژانس له مرکزي دفتر څخه د ليدنې پر مهال په يوه ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړه،اوس ددې وخت رارسېدلى چې د پاکستان او افغانستان ولسونه د سولې په فضا کې د ورورۍ ژوند پيل کړي.

هغه زياته کړه،چې په دې وروستيو کې د پاکستان حالات هم خراب شوي او تر دې مخکې چې په افغانستان کې نوى حکومت رامنځته شي، د پاکستان پوځ له نوي افغان حکومت سره د اړيکو د ښه کولو او همکاريو پيلولو پلان درلود.

دى وايي :(( د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په يوه غونډه کې په ډاګه کړې وه، چې بايد له  افغانستان سره د خبرو لپاره يو پلاوى ولېږل شي، تر څو له دې وروسته د ورورۍ ژوند پيل کړو.))

د بلور په وينا، داسې ښکاري چې حالات د روغې لوري ته روان دي، خو که د دواړو هېوادونو او د سولې دښمنان په کې لاسوهنې ونه کړي.

هغه زياتوي :(( د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف دواړه اوس دې نتيجې ته رسېدلي چې که په افغانستان کې امنيت وي، نو پاکستان کې په خپله امنيت راتلى شي او که په افغانستان کې حالات خراب وي، نو پاکستان ورسره خرابېږي.))

د کوزې پښتونخوا دغه پښتون مشر وويل چې پخوا د پولې دواړو غاړو کې مېشتو طالبان په ازاده توګه د ورانکاريو لپاره تګ راتګ کاوه، خو اوس د دواړو هېوادونو د حکومتونو د همکاريو له امله د دوى مخه نيول شوې ده.

نوموړي په اروپا کې تېرو جنګونو ته په اشارې سره وويل چې په ټوله اروپا کې جګړې وې، هر څه يې له منځه تللي وو او هېوادونه يې وروسته پاتې شوي وو.

خو غلام احمد بلور وايي : (( وروسته اروپايان پوه شول چې له جنګونو څه نه جوړېږي، نو سوله يې وکړه، اروپايي اتحاديه يې جوړ کړه، د يورو پيسې يې رامنځته کړې، اروپايي پارلمان يې جوړ کړ او په سوداګرۍ کې يې اسانتياوې رامنځته کړې.)))

نوموړي د افغانستان او پاکستان له مشرانو څخه وغوښتل چې له اروپايانو زده کړي، دغه راز د سيمې هېوادونه ، هندوستان، ايران ، بنګله دېش او نور هېوادونه بايد د اروپا په څېر  کارونه ترسره کړي، څو دا سيمې پرمختګ وکړي.

ده زياته کړه : (( که چېرې په دې سيمه کې جنګونه پاى ته ورسېږي ، سوله او پرمختګ رامنځته شي، نو غربت به له منځه  لاړ شي، سوداګري به وده وکړي او خلک به يې هوسا او اباد شي.))

د حاجي بلور په وينا، که چېرې د سيمې هېوادونه له تېرو تېروتنو درس وانخلي نو په دې سيمه کې به تباهي روانه وي او ډېر زيات زيان به يې پښتنو ته ورسېږي .

دى وايي : (( اوس هغه وختونه تللي، چې يوه هېواد به د بل د له منځه وړلو خوبونه ليدل، اوس پخوانۍ زمانه نه ده، حکومتونه بايد په خپلو کې سره کيني ، اختلافات له منځه يوسي او د پرمختګ لپاره کار وکړي.))

حاجي غلام احمد بلور د پاکستان د همکاريو په اړه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا هغوى به دا ځل رښتيني همکاري وکړي؟ وويل : (( پاکستان اوس مجبوره دى چې د حالاتو د ښه کېدو لپاره همکاري وکړي ، دواړه هېوادونه ځپل شوي، نور ځپل نه شي زغملى.))

د هغه په وينا، دواړه هېوادونه بايد د بل تاوان خپل وګڼي او د همکاريو لاس ورکړي.

نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو د غندنې ترڅنګ له حکومته وغوښتل چې له دې کار څخه دې لاس واخيستل شي.

بلور وايي، افغان کډوال د پاکستان په پرمختګ او اقتصادي پياوړتيا کې مهم رول لوبوي او که چېرې دوى خپل هېواد ته ستانه شي، نو پاکستان کې به بې روزګاري زياته شي.

ده زياته کړه : (( پوليس فکر کوي چې په نا امنيو او ترهګريزو فعاليتونو کې افغانان لاس لري، ځکه يې پر نيولو لاس پورې کړى دى.))

د افغانستان په اړه د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران  خان د ځينو څرګندونو په اړه چې ګوندې په افغانستان کې جنګ روا دى، حاجي غلام احمد  بلور وويل چې هغه ددې ډول څرګندونو حق نه لري.

هغه وايي :(( په افغانستان کې د ټاکنو له لارې حکومتونه جوړ شوي چې د ولس استازيتوب کوي، ددې پر ضد جنګ غير قانوني دى.))

د پاکستان د پخواني ديکتاتور پرويز مشرف د څرګندونو په اړه حاجي غلام احمد بلور وويل چې د هغه خبرې اوس هېڅ حيثيت نه لري.

د نوموړي په وينا، مشرف له  دا ډول  څرګندونو سره غواړي د خلکو پاملرنه ځانته راجلب کړي.

 د يادونې  ده چې حاجي غلام احمد بلور څو کاله مخکې د هغه امريکايي پادري پر ضد د انعام اعلان کړى، چا چې د قران کريم د يوې نسخې د سوځولو ګستاخي کړې وه.

اوس حاجي احمد بلور وايي، چې که چا د هغې کمپنۍ مشر وواژه، چې د (چارلي ابدو) مجلې ٣٠ ميليونه کاپي  يې چاپ او وړيا خپرې کړې وې، نو هغه تن ته به دوه سوه زره ډالر انعام به ورکړي.

د فرانسې چارلي ابدو مجلې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) کاريکاتور خپور کړى و، خو کله چې د يادې مجلې پر دفتر بريد وشو او ١٢ تنه په کې ووژل شول، د يوې کمپنۍ مشر د يادې مجلې ٣٠ ميليونه کاپي  چاپ او ټوله نړۍ کې يې ووېشلې.

بلور وايي : (( زه ترهګر نه يم ، زه د عدم تشدد پلوى يم، خو دا نه شم زغملى، چې څوک دې زموږ پيغمبر ته سپکاوى وکړي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.